ایران او پاکستان د اړیکو پراخول غواړي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i94130-ایران_او_پاکستان_د_اړیکو_پراخول_غواړي
زمونږ خبریال وايي د ایران او د پاکستان خارجه وزیرانو د دوه اړخیزه سیاسي ، اقتصادي او د نړیوالو ملګرتیاو په پراختیا ټینګار وکړ .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Nov 12, 2020 04:10 Asia/Kabul
  • ایران او  پاکستان د اړیکو پراخول  غواړي

زمونږ خبریال وايي د ایران او د پاکستان خارجه وزیرانو د دوه اړخیزه سیاسي ، اقتصادي او د نړیوالو ملګرتیاو په پراختیا ټینګار وکړ .

د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جوادظریف  پرون د پاکستان د باندنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي سره په کتنې کښې د دواړو هیوادونو ژورو تاریخي او کلتوري دلچسپیو ته په اشارې سره وویل ایران له پاکستان سره د اړیکو هراړخیزه  پراختیا ته تیار دی .

جواد ظریف له پاکستان سره د سرحدي لارو د  پراختیا لپاره د ایران د اسلامي جمهوریت فیصلې ته په اشارې سره د دواړو هیوادونو د اړیکو د پراخولو لپاره د نویو سرحدي بازارچو د پرانیستلو په هکله د پاکستان د حکومت د فیصلې هرکل وکړ او د تجارتي تبادلو د نویو لارو په هکله د موافقې لپاره یې د تهران چمتووالی اعلان کړ .

د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشي هم ایران د پاکستان د دوست او مهم ګاونډي هیواد په توګه یاد کړ او له ایران سره د تجارتي او اقتصادي اړیکو د پراخولو لپاره یې د اسلام اباد د حکومت د عملي اقداماتو خبر ورکړ .

شاه محمود قریشي دغه راز د ایران او د پاکستان په سرحدونو کښې د سولې او د امنیت ټینګول زیات اهمیت لرونکي وبلل او ټينګار یې وکړ دغه هیواد به د ایران پرضد د دښمانانو اقداماتو اجازه ورنکړي .

سیمه ییز بدلونونه ، د اسلامي نړۍ مسائیل ، له اسلام څخه د خلکو د ویرولو له موضوع سره مقابله کول ، سیمه ییزې ملګرتیاو‎ې په تیره بیا د ایکو موسسې پیاوړي کول ، له ترهګرۍ او غیر قانوني مهاجرتونو سره ګډه مبارزه ، د زیارتي سفرونو لپاره د اسانتیاو برابرول او دغه راز په نږدې راتلونکي  کښې د ګډ اقتصادي کمیسیون جوړول په اسلام اباد کښې د ایران او د پاکستان د خارجه وزیرانو د خبرو او د تفاهم وړ نور مسائیل وو .