په پاکستان کښې د جنرل سلېماني د شهادت کليزه نمانځل کيږي
د جنرل شهيد قاسم سلېماني د شهادت د وړومبۍ کليزې په مناسبت په پاکستان کښې خاص پروګرامونه جوړيږي.
د اېرنا د رپوټ له مخې په اسلام اباد کښې د ايران د کلتوري چارو مشر احسان خزاعي له نن څخه په پاکستان کښې د اسلامي مقاومت د شهيدانو د ادبي او هنري فيسټيوال شروع کېدو ته په اشارې سره وويل، په پاکستان کښې د ايران سفارت د لوړ مقامه شهيدانو د پاسدارانو د لښکر د قدس ځواک د قوماندان جنرل الحاج قاسم سلېماني او د ابومهدي مهندس د شخصيت د مختلفو اړخونو د معرفي او بيانولو په هدف سره آسماني سردار په عنوان سره ادبي هنري فيسټوال جوړوي.
خزاعی وويل، د پاکستان له مختلفو ښارونو څخه ګډون کونکي او مينه وال کولې شي د داستان، شعر، خاطرې، مقالې، زړۀ خوالې او د پوسټر، عکس ، کليپ ، نقاشۍ او خوشنويسۍ په زمينه کښې خپل آثار د جنورۍ تر دويمې نېټې په دې ايمېل وليږي:
همدارنګ د کراچۍ، پېښور، لاهور، کوئټې او راولپنډۍ ښارونو د ايران د کلتوري مرکزونو لخوا او همدارنګ د پاکستان د سياسي او مذهبي ګوندونو او ډلو لخوا به هم په دې اړه مختلفو پروګرامونه جوړيږي.