Jan 05, 2021 07:38 Asia/Kabul
  • پاکستان کښې

د سردار قاسم سلیماني د شهادت په اوله کلیزه، د پاکستان په پیښور ښار کښې د (سردارِ عشق) تر عنوان لاندې د نقاشۍ یو نندارتون جوړ شو.

د سردار قاسم سلیماني د شهادت په اوله کلیزه، د پاکستان په پیښور ښار کښې د (سردارِ عشق) تر عنوان لاندې د نقاشۍ یو نندارتون جوړ شو.

په دغه نندارتون کښې چې د خیبرپښتونخوا د صوبايي پارلیمان د استازي فضل الهي او د پاکستان د آیډیالوجۍ شورا د مشر ډاکټر قبله ایاز په شتون سره یې پرانیسته وشوه، د شهید ډګر جنرال قاسم سلیماني د ژوند او شخصیتي اړخونو په هکله د پاکستاني هنرمندانو ۱۱ آثار نندارې ته وړاندې کړې شول.

د عشق د سردار په نامه دغه نندارتون د پاکستان د ډیرو سیاسي، مذهبي او پوهتوني شخصیتونو او د سردار سلیماني او د ایران د اسلامي جمهوریت د ډیرو مینه والو له هرکلي سره مخامخ شو.

د ویلو ده چې د سردار سلیماني د شهادت په وړومبۍ کلیزه په ټول پاکستان کښې د شعر او مقاومت د شپې، د شهید سلیماني د شخصیتي اړخونو د څیړنې په هکله د پروګرامونو، د ماشومانو د نقاشۍ د سیالیو، د کتاب د مخ کتنې او په حضوري او آنلاین توګه د سیمینارونو او غونډو په شان مختلف پروګرامونه ترسره شول.

 

ټیګونه