Feb 07, 2021 07:54 Asia/Kabul
  • کورنۍ، په اسلام او فاطمي کلتور کښې نومې کانفرنس ترسره شو

په اسلام او فاطمي کلتور کښې کورنۍ نومې غونډه پرون د پاکستان په پیښور کښې ترسره شوه

په اسلام او فاطمي کلتور کښې کورنۍ نومې غونډه پرون د پاکستان په پیښور کښې ترسره شوه

په دغه کانفرنس کښې د حوا کاروان ادبي تنظیم مشرې د حضرت فاطمه زهرا سلام ا... علیها د نیکمرغه میلاد په مبارکۍ سره وویل: کورنۍ د وړومبني او ډیر مهم ټولنیز ارګان په توګه د نړیوالې مدینه فاضله په جوړولو کښې ډیر مهم رول لرلی دی.

پيښور کښې د منهاج القرآن د میرمنو د غورځنګ مشرې روبینه معین هم وویل: د ژوند په ټولو چارو کښې د ښځو ترټولو ستره بریا او ارزښت د کورنۍ په چاپیریال کښې د ارامښت، امنیت او رضایت او خوشالۍ رامینځته کول دي.

ه مداشان د خیبرپښتونخوا د صوبايي اسمبلې استازې میرمن رابعه بصري هم وویل: د حضرت زهرا سلام ا... علیها په عملي سیرت کښې د انسانیت د سردارۍ او له سختیو، ظلم او بې انصافۍ سره د مقابلې لپاره د خپلو ګرانو اولادونو په روزنه کښې په نفس باندې د اعتماد رامینځته کولو او د هغوي د شخصیت جوړولو ته پاملرنه له ورایه څرګنده ده.

ټیګونه