پاکستان پر افغانستان د طالبانود سلطې ملاتړ نه کوي
راپورونه ښئ چې دپاکستان حکومت په وروستیو اونیو کې د سولې د بهیر دپرمختګ لپاره د ډيپلوماټيکو هلو ځلو دیوې برخې په توګه د ځینو افغان چارواکو ، او دغه راز د قطر او روسیې دځانګړو استازو کوربه ؤ .
ایرنا خبری آژانس راپور ورکړ ، دپاکستان دپوځ ویندوي جنرال بابر افتخار په پنډۍ کې د خبریالانو په ټول کې وئيلي دي ،په افغانستان کې دسولې بهیر یوازې افغان لوري ، ددغه هیواد برخلیک د ټاکنې حق لري .
جنرال بابر افتخار زیاته کړې ده ، ا وسنی افغانستان د نویّمې لسیزې والا افغانستان نه دی ،او دومره کمزوری نظام هم نه لري ، چې په آسانۍ سره پرې سلطه پیدا شي .
هغه روښانه کړې ده ، پاکستان په افغانستان کې د هیڅ یوې خاصې ډلې پلوی نه دی ، او د اسلام اباد نهائي موخه په دغه ګاونډي هیواد کې دسولې ټينګیدا ده ،ځ:ه ددغه مهم پوره کیدا د پاکستان او دسیمې د درستو هیوادونو لپاره برخلیک جوړونکي ګڼل کیږي .
داپه داسې حال کې دي چې د پاکستان په چارو کې د افغان ولسمشر ځانګړی استازی محمدعمر داؤدزئ هم پرون اسلام اباد ته تللی او له ځینو لوړپوړو چارواکو سره ئې لیده کاته کړي دي . همداراز راپورونه ښئ چې دپاکستان حکومت په وروستیو اونیو کې د سولې د بهیر دپرمختګ لپاره د ډيپلوماټيکو هلو ځلو دیوې برخې په توګه د ځینو افغان چارواکو ، او دغه راز د قطر او روسیې دځانګړو استازو کوربه ؤ .