له ایران سره دسرحدي بازارونو پراختیاد اسلام اباد په ایجنډا کې شته
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i99050-له_ایران_سره_دسرحدي_بازارونو_پراختیاد_اسلام_اباد_په_ایجنډا_کې_شته
د ۱۳۹۹لمریز کال په  اتو میاشتو کې  د ایران او پاکستان ترمینځ دتجارتي مبادلاتو په دوام کې د  اوه سوه اته میلیون ډالرو په ارزښت د دڅه دپاسه یو میلیون  اوه لکه اته دیرش زره ټنه  شیانو تجارت شوی  چې  دپاکستان ونډه پکې د پنځه سوه نوي میلیون ډالرو په ارزښت  دیو میلیون  پنځه لکه اته دیرش زره ټنه شیان او  د یوسل اتلس میلیون ډالروپه ارزښت  یو لک شل زره ټنه  دایران  ونډه ده .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 17, 2021 11:24 Asia/Kabul
  • له ایران سره دسرحدي بازارونو پراختیاد اسلام اباد په ایجنډا کې شته

د ۱۳۹۹لمریز کال په  اتو میاشتو کې  د ایران او پاکستان ترمینځ دتجارتي مبادلاتو په دوام کې د  اوه سوه اته میلیون ډالرو په ارزښت د دڅه دپاسه یو میلیون  اوه لکه اته دیرش زره ټنه  شیانو تجارت شوی  چې  دپاکستان ونډه پکې د پنځه سوه نوي میلیون ډالرو په ارزښت  دیو میلیون  پنځه لکه اته دیرش زره ټنه شیان او  د یوسل اتلس میلیون ډالروپه ارزښت  یو لک شل زره ټنه  دایران  ونډه ده .

 ایرناخبری اژانس راپور ورکړی ،  د پاکستان ددفاعي صنائعو وزیرې میرمن زبیده جلال خان  ددغه هیواد بلوچستان صوبې ته په سفر او  دغه راز له ایران سره  دسرحدي ښارونو دلیدو په وخت ،  له ایران سره د دوو اړخیزتجارت د پياوړتیا او  دسرحدي ګډو بازارچو د پراختیا لپاره  ددغه  هیواد حکومت اقدامات  له صوبائي  تجارتي چارواکو سره  مطرح کړل .

 د پآکستان د دفاعي صنائعو  وزیرې چې  له اسلامی ایران سره د نوو سرحدي لارو د تاسیس  سره اړونده  پلانونو دتعقیبونې  لپاره ددغه هیواد لوړپوړې استازې ده ، په تربت ښار کې ئې  له تجارتي پلاوي سره په کتنې کې وئيلی دي، دپاکستان حکومت د ګبد سترې لارې په شاوخوا کې د سرحدي بازارچې د پراختیا لپاره  دمځکو اخستل پيل کړي دي ، او له ایران سره دسرحدي تجارت له پراختیا سره دمرستې او د  سرحدي سیمو داوسیدونکو دژوند ښه کولو لپاره  د اغیزشیندونکو  ګامونو دپورته کولو هوډ  لري .

Image Caption