د کویټه د چاودنې عاملان به ونیول شي
زمونږ خبریال وايي پاکستان ژمنه وکړه چې د کویټه د بم چاودنې د عاملانو د نیولو لپاره به ټولې لارې وکاروي .
د کویټه د بم چاودنې هدف د چین د سفیر وژل و خو بیجینګ ترهګرو ته د سزا د ورکولو لپاره د اسلام اباد په وړتیا باندې اعتماد څرګند کړ .
د پاکستان د خارجه وزارت ویاند زاهد حفیظ چوهدري خبریالانو ته وویل اسلام اباد به د کویټه د ترهګرې بم چاودنې عاملان تعقیب کړي او هغوې ته به سزا ورکړي او زیاته یې کړه له هرې زاوې څخه بشپړه پلټنې پیل شوي دي .
بیګا د پاکستان د بلوچستان صوبې چې د ترهګرو ډلو د فعالیتونو ستر مرکز ګڼل کیږي په کویټه ښار کښې سیرینا هوټل ته نږدې چې د چین سفیر نونګ رونګ او د ورسره پلاوي غړي ایسار وو په یوه(۱)ګاډي کښې په بم چاودنې کښې پینځه (۵) کسان ووژل شول .
د بم چاودنې په وخت د چین سفیر د ماښام ډوډۍ لپاره تللی و او د چاودنې په وخت هوټل ته روان وو او دوې سره نږدې دغه چاودنه شوي ده خو هغه او ورسره کسان بچ پاتې دي .
د کویټه د بم چاودنې مسولیت تحریک طالبان پاکستان ډلې پرغاړه اخیستی دی .
دغه ډله په پاکستان کښې د چین د شتون مخالفه ده او دوې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان صوبو کښې د چین د ښاریزو پرضد ډیرې حملې کړي دي .
امریکا هم د چین او د پاکستان د نږدې کیدا ډیره مخالفه ده او واشنګټن تل په پاکستان کښې له ترهګرو ډلو سره مرستې کوي چې د چین ګټو ته تاوان ورسوي .