د پاکستان پوځ دې په کرونائي بحران کې مثبت رول ولوبوي
(last modified Sat, 24 Apr 2021 07:48:24 GMT )
Apr 24, 2021 12:18 Asia/Kabul
  • د پاکستان پوځ دې په کرونائي بحران کې مثبت رول ولوبوي

داپه داسې حال کې دي چې  په تیر شواروز کې په پاکستان کې په کرونا ککړو نورو یو سل اوه پنځوس کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او دغه راز په تیرو ۲۴ساعتونو کې دککړو کسانو شمیر هم کابو شپږ زره کسانو ته رسیدلی دی .

فارس خبری اژانس راپور ورکړ ،   دپاکستان لومړي وزیر عمران خان  په دغه هیواد کې له کرونائي بحران سره د مقابلې په موخې سره د دملګرتیا او د روغتیائي پروټوکولونو پر رعایتولو د څارنې د سختولو لپاره دې ورسره مرسته وکړي .

  راپور ښئ عمران خان  له کرونا سره دمبارزې دملی غږملونکي کمیټې  له غونډې وروسته وئيلي دي ، کرونائي بحران درسته نړۍ راګیره کړې ده او په پاکستان کې حالات ډير اندیښمنونکي دي، په همدې دلیل  د پوځ د مرستې غوښتونکي یوو .

 د پاکستان لومړي وزیر زیاته کړې ده ، دپاکستان خلک  احتیاطي اقدامات  نه کوي ، او مونږ  ویره لرو  چې په راتلونکو شپو ورځو کې  د  پاکستان وضعیّت  خداي دې نه  کړي د هند په څير شي . 

 دعمران خان په وینا ،  که مونږ تیر کال   روغتونونو ته توجه نه وائ کړي ،نو  اوس به  په پاکستان کې د لازیاتو ترینګلو حالاتو کتونکي وو .د روغتیائي پروټوکولونو رعایتو ډير ضروري دي  او که  دهندوستان په شرائط رامینځةشي ، نو د بشپړ قرنطینه کونې په اعلان به مجبوره شو .

داپه داسې حال کې دي چې  په تیر شواروز کې په پاکستان کې په کرونا ککړو نورو یو سل اوه پنځوس کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او دغه راز په تیرو ۲۴ساعتونو کې دککړو کسانو شمیر هم کابو شپږ زره کسانو ته رسیدلی دی .

Image Caption

 

ټیګونه