-
د پاکستان استازی د م.م. په امنیت شورا کې د طالبانو پر ضد د کمېټې مشر شو
Jun 05, 2025 06:35په ملګرو ملتونو کې د پاکستان دایمي استازي منیر اکرم د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د طالبانو د بندیزونو د کمېټې، چې د ۱۹۸۸ په نوم مشهوره ده، مشري په غاړه واخیسته.
-
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر: د سیمه ایزې سولې لپاره له ایران سره یو شان نظر لرو
Jun 05, 2025 06:23پارس ټوډې - تهران ته د شهباز شریف د وروستي سفر او د ایران د اسلامي جمهوریت له لوړ پوړو چارواکو سره د لیدنو پر لاسته راوړنو د باور په څرګندولو سره، د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر وویل چې تهران او اسلام آباد د دوه اړخیزو همکاریو د ودې لپاره، په ځانګړې توګه د سیمه ایزې سولې او امنیت د رامنځته کولو لپاره یو شان دریځونه لري.
-
د پاکستان په مطبوعاتو کې د ایران د غني کولو د حق د دفاع په اړه د اسلامي انقلاب د رهبر د څرګندونو انعکاس
Jun 05, 2025 06:18پارس ټوډې - پاکستاني مطبوعاتو د چهارشنبې په ورځ د اسلامي انقلاب د ستر بنسټ ایښودونکي امام خمیني (ره) د ۳۶ تلین په مناسبت، د اسلامي انقلاب د رهبر څرګندونو ته په پراخه کچه انعکاس ورکړ او د هغه له قوله یې لیکلي چې غني کول د ایران د اسلامي جمهوریت د اټومي پروګرام "کیلي" ده.
-
د پاکستان په مختلفو ښارونو کې د امام خمینی ره د تلین د کلیزې مراسم تر سره شو
Jun 04, 2025 13:40د پاکستان په کوټې او لاهور ښارونو کې د اسلامي انقلاب د بنسټګر امام خمینی ره د تلین د ۳۶ کلیزې مراسم د مختلفو پاکستاني چارواکو، سیاسي فعالانو او مذهبي مشرانو په پراخ ګډون سره تر شو.
-
د ایران قدرت د امام خمیني (ره) پوروړی دی
Jun 03, 2025 06:19پارس ټوډې - د پاکستان د اسلامي نظریاتي شورا مشر، د ایران د اسلامي جمهوریت د ستر بنسټ ایښودونکي امام خمیني (ره) ساده ژوند کول د نړۍ له واکمنانو سره د هغه د توپیر ځانګړتیا وګڼله او ویې ویل: د ایران د اسلامي جمهوریت د نن ورځې قدرت د امام خمیني (ره) د زړورې رهبرۍ پوروړی دی.
-
د ټي ټي پي لومړیتوبونو په پاکستان کې د جګړې د زیاتیدا مخه نیولې ده
May 31, 2025 14:33د تحریک طالبان پاکستان (TTP) مشر اعلان وکړ چې د دغې ډلې د پراخو عملیاتو د ترسره کولو له وړتیا سره سره، د سیاسي ملاحظاتو او ملي ګټو له امله، د جګړې د زیاتیدا مخنیوی کړی ترڅو د هېواد په وضعیت کې انډول وساتل شي.
-
په هندوستان کې اسلام ضده افراطي بهیرونو د مسلمانانو په ضد جنایتونه زیات کړي
May 31, 2025 13:44د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو څانګې یوې خپرې شوې اعلامیې کې د هندوستان په بېلابېلو سیمو کې د مسلمانانو ټولنې پر وړاندې د کرکې وړ پېښو د زیاتوالي او په دغه هېواد کې د اسلام ضده پروسې د پراختیا په اړه اندېښنه څرګنده کړه.
-
د پاکستان پوځ او ترهګرو ترمنځ نښته کې ۱۶ کسان وژل شوي
May 31, 2025 06:17د پاکستان په بلوچستان او خیبر پښتونخوا صوبو کې د ترهګرۍ ضد دوو عملیاتو په ترڅ کې ۱۲ ترهګر عناصر ووژل شول او څلور پاکستاني عسکروهم خپل ژوند له لاسه ورکړ.
-
د پاکستان د باندنیو چارو وزیر وايي په افغانستان کې سفیر ټاکي
May 31, 2025 06:11پاکستان پریکړه کړې چې په کابل کې د خپل شارژدافیر مقام د سفیر کچې ته لوړ کړي، ترڅو د دواړو ګاونډیو هیوادونو ترمنځ ډیپلوماتیکي اړیکې پیاوړې شي.
-
په خیبرپښتونخوا کې ۴ پاکستاني نظامیان وژل شوي
May 30, 2025 14:03د پاکستان پوځ ویلي، د خیبرپښتونخوا ایالت په شمالي وزیرستان کې د یوې پوستې پر چک پوسټ برید شوی، چې په کې د دوی ۴ سرتېري وژل شوي.