-
قطر له پاکستان سره د تعلقاتو په پراختيا تاکيد وکړ
Jun 23, 2019 08:42د قطر امير شيخ تميم بن حمد آل ثاني په اسلام آباد کښې د پاکستان له وزيراعظم عمران خان سره په کتنه کښې د دوو اړخيزو تعلقاتو په پراختيا تاکيد وکړ.
-
پاکستان له افغان کډوالو په سیاسی شخړوکې آوزاری استفاده کوی
Jun 22, 2019 10:57تیر کال دپاکستان لومړی وزیر عمران خان وئیلی وو ،په غیر قانونی توګه د ژوند له څو لسیزو وروسته،افغان کډوالو ته په نهایت کې تابعیّت ورکول کیږی،خو تردې دمه ددغې ژمنې د پوره کولو لپاره هیڅ اقدام نه دی شوی البته په دې باب د عمومی افکارو هم سخت غبرګونونه راپاریدلی دی .
-
FATFپاکستان ته دمالی درغلیوپه باب درې میاشتې نورفرصت ورکړ
Jun 22, 2019 08:43یوه موده کیږی،دپاکستان حکومت په دغه هیواد کې دترهه ګرۍ ضدپراخ اقدامات پیل ړی دی چې تردې دمه ئې ډیر زیات ترهه ګر ا و جنایتکار نیولی دی،خو هغه شان چې ولس ئې غواړی،ددغو جنایتکارو او ترهه ګرو په ضد ئې کوټلی اقدامات نه دی کړی .
-
ملګروملتو له ترهه ګرو ډلو سره په مبارزه کی له پاکستانه خوښی څرګنده کړه
Jun 21, 2019 11:32د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشی د ملګرو ملتو له فیصلې په هر کلی سره هغه له ترهه ګرو ډلو سره د مبارزې لپاره د اسلام اباد د هلو ځلو او د دغه هیواد د امنیتی وضعیت د ښه کیدا نتیجه وبلله .
-
پاکستان کښې د اورګاډو په ټکر کښې درې تنه مړه شول
Jun 21, 2019 03:41د پاکستان د سویل په حیدر آباد ښار کښې له یو مال ګاډي سره د مسافري اورګاډي د ټکر له امله درې کسان مړه شوي او یوشمیر نور زخمي شول.
-
د نواز شریف د ضمانت غوښتنه نامنظوره شوه
Jun 21, 2019 03:32په پاکستان کښې یوې محکمې د دغه هیواد د پخواني وزیراعظم د قید د حکم د ځنډولو او په ضمانت یې د آزادولو غوښتنه یوځل بیا رد کړه.
-
هندوستان له پاکستان سره په د رستو زمینو کې خبرواترو ته تیار دی
Jun 20, 2019 10:57هندی لومړی وزیر په دغه لیک کې دسولې دخبرواترو دپیلولو لپاره د پاکستان دهڅې په قدرونې سره زیاته کړې هند هم په سیمې کې د سولې اوآرامښ لپاره هڅه کړې ده ، له دې امله په درستو زمینو کې په تیره بیا په سیمې کې له ترهه ګرۍ سره دمبارزې دلارو چارو په زمینو کې له پاکستان سره سوله ایزې خبرې اترې غواړی .
-
د پاکستان په ملتان کې دوه تکفیری داعشیان هلاک شوی دی
Jun 20, 2019 10:06دپاکستان پنجاب صوبې جنوبی برخې د ترهه ګرو ځالې دی او وخت په وخت پکې تکفیری ترهه ګر د مسلمانانوپه تیره بیا داهل تشیَع په خلاف جنایتونه کوی او دغه راز ئې د عامو خلکو ژوند تر ډیره حده تریخ کړی دی خو دا سیاسی اوپوځی چارواکی دی ، چې د دغه هیواد مسلمان ولس ئې د تکفیری ترهه ګرو په رحم وکرم پریښودلی دی او تکفیری او جنایتکار ترهه ګر هم دځینو ادارو په ملتیا په آزادۍ سره خپلو جنایتونو ته دوام ورکوی .
-
پاکستان له ایران سره د دوه اړخیزو اړیکو پراختیا غواړي
Jun 18, 2019 11:46د تجارت او صنعت په چارو کښې د پاکستان د وزیراعظم سلاکار د اقتصاد او سوداګرۍ په شمول مختلفو برخو کښې د ایران له اسلامي جمهوریت سره د دوه اړخیزو اړیکو په پراختیا باندې ټینګار وکړ.
-
له ایران سره د پاکستان دملګرتیاؤ د ژورتیالپاره هڅې دوه برابره کیږی
Jun 18, 2019 00:52اعجاز شاه د ایران مرستیال داخل وزیر ته ډاډ ورکړ ،پاکستان له ایران سره د اقتصادی او سیمه ایزو تعاملاتو د پراختیا په لاره کې د خنډونو لیرې کولو ته ژمن دی .