-
اسلامی نړۍدامریکائی استکتبارددسیسوپه ضداتحاد اویووالی ته اړتیا لری
Apr 01, 2019 01:03علامه راجه ناصر عباس جعفری د اسلامی نړۍددښمنانوپه ضد دشیعه اوسنی مسلمانانواتحادداسلامی نړۍپه ضد د درستو درسیو په شنډولو کې اغیزشیندونکی چاره وبلله او دپاکستان پر حکومت ئې هم غږ وکړ د پاکستان دځینو بندی شووسیاسی او مذهبی فعالانو دخوشی کولو او همداراز ددغه هیواد په ځینو ښارونو کې د شیعیانو په ضد د وروستیو ټارګټ کیلینګ داصلی عناصرو دپیژندلو اوسزاکولو لپاره دې کوټلی اوسملاسی اقدامات وکړی .
-
پاکستان په ګوادر کښې د هیواد ترټولو ستر هوايي ډګر جوړوي
Mar 30, 2019 03:27په ګوادر بندر کښې د پاکستان د ترټولو ستر هوايي ډګر د جوړولو اجرايي عملیات د دغه هیواد د لوړرتبه سیاسي او پوځي چارواکو په شتون کښې پیل شول.
-
د هند او پاکستان د مذاکراتو بهیر بیا له بندون سره مخ شو
Mar 29, 2019 12:12د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند د کرتاپور سرحدي لارې د جوړولو د ګډې طرحې په هکله د خبرواترو د لغو کولو لپاره د هندوستان له فیصلې خواشیني وښودله.
-
عمران خان له ایران سره د ریلي اړیکې د پراختیا په ضرورت ټینګار وکړ
Mar 29, 2019 12:07د پاکستان وزیراعظم وویل چې هیواد یې تفتان ته د کویټې د ریل پټلۍ د جوړولو د طرحې په بشپړې اجرا سره، له ایران سره خپل ریلي ارتباط پراخوي.
-
پاکستان دکشمیر دپیښې په باب هندوستان ته دڅیړنو نتیجې وسپارلې
Mar 29, 2019 01:04د پاکستان لومړی وزیر دهندوستان له خوا د باؤری سندونو د وړاندې کولو په بڼه کې د لازمو څیړنو لپاره خپل چمتووالی اعلان کړی ؤ،چې هند هم دفرورۍپه اوه ویشتمه نیټه ځینی مدرکونه پاکستان ته سپارلی وو.
-
دکراچۍ بندرعباس ترمینځ دمسافری کشتیو تګ راتګ پیلیږی
Mar 29, 2019 03:27دپاکستان د سمندری چارو وزیر وئیلی دی،دسمندری چارو وزارت دامنیتی لارو چارو پشمول دلازمو مجوزونو دترلاسه کولو په حال کې دی او په نظر کې لری،دپاکستانیو زیارتوالو د تګ راتګ لپاره سترې مسافری کشتۍ وپلوری .
-
د جولان په هکله د ټرمپ فیصله د اسلامي نړۍ د قهریدو سبب شوې ده
Mar 28, 2019 12:51د پاکستان د سیاسي مسائلو کارپوه د سوریې د جولان په لوړو باندې د صهیونیسټي رژيم واکمنۍ ته د روا والي ورکولو لپاره د امریکې د ولسمشر پریکړه د نړۍ د مسلمانانو د احساساتو او قهر د راپاریدو سبب وبلله.
-
پاکستان د کشمیر د ترهګرې پیښې په هکله د تحقیقاتو نتیجه هندوستان ته ورکړه
Mar 28, 2019 12:05پاکستان هغه اسناد رد کړل چې هند ورته د کشمیر په وروستۍ ځان وژونکې حمله کې په پاکستان کې د مېشتو سخت دریځو د لاس لرلو په اړه سپارلي دي.
-
پاکستان او چین د هندوستان نوې توغندوي آزماینې ته غبرګون وښود
Mar 28, 2019 09:42هندوستان پرون ویلي وو چې د توغندوي په کارولو سره یې په فضا کښې خپله یوه سپوږمکۍ ویشتې ده.
-
دافغانستان په باب د عمران خان خبرې ناسمې تفسیرشوی دی
Mar 27, 2019 11:44دپاکستان دخارجه وزارت په دغې اعلامیې کې همداراز وئیل شوی دی دپاکستان لومړی وزیر پخپلو څرګندونو کې د موقته حکومت ترنظر لاندې په افغانستان کې د عمومی انتخاباتو دترسره کیدا رودې ته اشاره کړې وه،خو دغه څرګندونو غلط مطلب اخستل شوی دی چې دافغانستان په داخلی چارو کې یو ډول لاسوهنې تفسیر شوی دی .