-
د مسلمانانو پرضد احساسات خطرناک کار دی
Mar 22, 2019 10:37زمونږ خبریال وایی د پاکستان دباندنیو چارو وزیر شاه محمود قریشی د اسلامی ملګرتیا موسسې د اجرایی کمیټۍ بیړنۍ غونډې ته په وینا کښې وویل په لویدیځو هیوادونو کښې په منل شوی سیاست کښې د مسلمانانو پرضد د احساساتو راپارول خطرناک کار دی او د احترام او د زغم د کلتور ځاې اوس تعصب او د خلکو ایستلو بیانیه نیسی .
-
د پاکستان لومړی وزیر د نوروز په مناسبت مبارکی وویله
Mar 21, 2019 09:35زمونږخبریال وایی دپاکستان لومړی وزیر عمران خان په خپل هیواد کښې هغو ټولو خلکو ته چې د نوروز اختر لمانځی مبارکی وویله .
-
په کشمیر سیمې کې صهونیسټی رژیم دخالت لری
Mar 20, 2019 10:26دفرورۍ په وروستیو شپو ورځو کې هم د دواړو هیوادونو مینځ تاؤتریخوالی رامیځةشو چې یوشمیر کسان پکې مړه اوژوبل شول او دغه راز د پاکستان له خوا دهندوستان دوې جنګی الوتکې هم نسکورې شوی او یو هندی پیلوټ هم نیول شوی ؤ چې وروسته دپاکستان حکومت دخپل ښه نیّت په اساس بیرته خوشی کړ او هندوستان ته ئې پیغام ورکړ چې پاکستان په هردول شرائطو کې سوله اوامنیت غواړی .
-
ترهه ګرودپاکستان په بلوچستان کې د لیوی شپږماموران ووژل
Mar 20, 2019 12:08دپاکستان بلوچستان صوبه یوه ناکراره صوبه حسابیږی چې زیاتره د سپاه صحابه،لښکر جنګوی،جماعت الاحرار طالبانو اوبیلتون غواړو پشمول تالی حټی اوترهه ګرې ډلګۍ پکې ترهه ګرفعالیتونه کوی .
-
پاکستان له ایران سره په خپله ګډه پوله کلایه جوړوي
Mar 19, 2019 14:06په بلوچستان کې د پاکستان د پوځ کوماندان له راتلونکي اونۍ په دغه صوبه کې له ایران سره په ګډه پوله کې د کلایې د جوړولو خبر ورکړ.
-
دپاکستان قبایلی سیمودپراختیااوترقۍلپاره په کال کې سل ملیارډ روپۍلګوی
Mar 19, 2019 02:10دپاکستان په خیبر پختونخواه صوبې کې قبایل میشته سیمې کلونه کیږی، چې د ترهه ګرو اوافراطی ډلو دشتون په مرکز بدلې شوی ،خو یو کال مخکې څخه دپاکستان حکومت له خیبر پختونخواه صوبې سره ددغو قبایلی سیمو د یو ځای کولو لپاره په هڅې سره ددغو سیمو د ترقۍاوکنټرولولو لپاره جدی هلې ځلې پیل کړی دی .
-
د پاکستان ولسمشر په ځینو مشرانو نیوکه وکړه
Mar 18, 2019 12:17زمونږ خبریال وایی د پاکستان ولسمشر عارف علوی د مسلمانانو پرضد د ځینو هیوادونو دمشرانو په تفرقه رامینځته کونکو څرګندونو نیوکه وکړه .
-
بلوچستان کښې په ریل ګاډي کښې چاودنه شوې
Mar 17, 2019 09:38د پاکستان په بلوچستان صوبې کښې په یو ریل ګاډي کښې د شوې چاودنې له امله لږترلږه پنځه کسان مړه شوي دي.
-
د پاکستان وزیراعظم د ایران قدرونه وکړه
Mar 16, 2019 04:07د پاکستان وزیراعظم د اسلام آباد او تهران د اړیکو له مخکښې نه په زیاتې پياوړتیا باندې په ټینګار سره وویل: پاکستان په سختو وختونو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت مرستې هیڅ کله نه هیروي.
-
هند او پاکستان دکرتاپور دسترې لارې په باب سره خبرواتروته دوام ورکوی
Mar 15, 2019 04:25د هند او پاکستان ترمینځ دکرتاپور سرحدی لاره دتیر کال په نومبر کې د پاکستان دلومړی وزیر عمران خان ، ددغه هیواد دپوځ د مشر قوماندان جنرال قمر جاوید باجوه او یو شمیر نورو لورړپوړو پوځی اوسیاسی چارواکو په شتون سره په یولړدستورو کې پرانیستل شوې وه .