د پاکستان وزیراعظم د ایران قدرونه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i80938-د_پاکستان_وزیراعظم_د_ایران_قدرونه_وکړه
د پاکستان وزیراعظم د اسلام آباد او تهران د اړیکو له مخکښې نه په زیاتې پياوړتیا باندې په ټینګار سره وویل: پاکستان په سختو وختونو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت مرستې هیڅ کله نه هیروي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 16, 2019 04:07 Asia/Kabul
  • د پاکستان وزیراعظم د ایران قدرونه وکړه

د پاکستان وزیراعظم د اسلام آباد او تهران د اړیکو له مخکښې نه په زیاتې پياوړتیا باندې په ټینګار سره وویل: پاکستان په سختو وختونو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت مرستې هیڅ کله نه هیروي.

عمران خان پرون د پاکستان د شمال لویدیځ په باجوړ کښې د خپلو پلویانو په ټول کښې وویل: ایران د پاکستان لپاره یو دوست هیواد دی او دواړه هیوادونه له پخوا راهیسې ورورولیزې اړیکې لري.

هغه د اسلامي ایران له ولسمشر حسن روحاني سره خپلو وروستیو ټیلیفوني خبرو ته په اشارې سره زیاته کړه چې د ایران اسلامي جمهوریت د پاکستان یو ډیر نزدې ګاونډی او ورور هیواد دی او په راتلونکي کښې به د دې دواړو هیوادونو ترمینځ اړیکې له مخکښې نه زیاتې پیاوړې شي.

عمران خان همداشان له نوي ډیلي سره د اسلام آباد د اړیکو په هکله وویل چې پاکستان چمتو دی د پرمختګ او سوکالتیا په موخه له هندوستان سره خبرې اترې وکړي.

هغه ټينګار وکړ چې پاکستان د جنګ مخالف او د صلحې غوښتونکی دی خو د پاکستان صلحه ایز نرمښت دې د دې هیواد کمزوري ونه ګڼله شي.