-
په پارلیمان کی له خیبر پښتونخوا صوبې سره د قبایلی سیمو د یو ځای کیدا لایحه تصویب شوه
May 24, 2018 10:44په ملی پارلیمان کی ۲۲۹ غړیو موافقه او ۱۱ کسانو مخالفه رایه ورکړه . د دغې لایحې د تصوبیدا لپاره ۲۲۸ رایو ته اړتیا وه .
-
دپاکستان درې زره هزاره غړی وژل شوی دی
May 24, 2018 10:22زمونږ خبریال وایی دپاکستان دحکومتی شمیرنو پراساس د ۲۰۱۱ میلادی کال دسپتمبر د میاشتې له یولسمې(۱۱) نیټې راهسې دهزاره قوم څه د پاسه درې زره(۳۰۰۰) غړی وژل شوی دی خو غیر حکومتی شمیرنې بیا وایی چې په دغه هیواد کښې له ۲۰۱۱ میلادی کال راهسې تراوسه څلور زره(۴۰۰۰) هزاره غړی وژل شوی دی چې اکثره یې سړی دی .
-
د ایران او پاکستان اړیکې سټراټیجکې دي
May 23, 2018 15:28د ایران د کورنیو چارو د وزارت امنیتي او پولیسي مرستیال په دې خبرې سره چې د تهران او اسلام آباد اړیکې سټراټیجکې دي، وویل: د ایران او پاکستان امنیت او اقتصاد په یو بل پورې پیئلی دی.
-
د پاکستان پوځ د اسلام اباد او نوی دیلی ترمینځ د اختلافاتو په اواری ټینګار وکړ
May 24, 2018 09:31جنرال اصف غفور زیاته کړه د پاکستان او هندوستان ترمینځ د اختلافاتو د حل لپاره د کشمیری د مسلې اوارې ضروری دې .
-
په پاکستان کې پارلیمانی ټول ټاکنې د جولائی په ۲۵ترسره کیږی
May 23, 2018 01:59دپآکستان د اساسی قانون په اساس د ولسی جرګې او صوبائی جرګو انتخابات په درست هیواد کې په یوه ورځ ترسره کیږی . وئیل کیږی په درست پاکستان کې د سیاسی ګوندونو اوډلو ټپلو له خوا دانتخاباتو لپاره کمپاینونه پیل شوی او په خلکو کې یو ځل بیا سیاسی ولوله لیدل کیږی .
-
په کراچۍ کې د سختی ګرمۍ له امله په لسګونو کسان وژل شوی دی
May 22, 2018 13:11. په پاکستان کې د بریښنیا کمښت او غوڅیدا د دغه هیواد د خلکو لپاره جدی ستونزه ده او د اسلام اباد حکومت تراوسه د بریښنا د کمښت لپاره منطقی حل لاره نده پیدا کړی
-
د پاکستان د محکمې لخوا د تحقيقاتي کمېټۍ په جوړولو د نواز شريف نيوکه
May 22, 2018 09:49د پاکستان څنګته کړې شوي وزيراعظم د هغه د مالي فساد د تحقيقاتو لپاره د دغه هېواد د محکمې لخوا د پاکستان د فوځ د استخباراتي ادارې آئي اېس آئي د استازي په شتون سره د تحقيقاتي کمېټۍ په جوړولو نيوکه وکړه.
-
د ترهه ګريزو حملو په اړه په افغانستان د پاکستان تور
May 22, 2018 08:31د پاکستان له ترهه ګرۍ سره د مبارزې ادارې وويل،د هغو څلورو ترهه ګريزو عملياتو چې په تېر کال کښې په دغه هېواد کښې اجرا شول پلاننګ او مديريت يې په افغانستان کښې ترسره شوے دے.
-
دپاکستان په کراچۍ کښې ګرمې ۶۵ کسان وژلی
May 22, 2018 02:08زمونږخبریال وایی د پاکستان دایدهی خیریه بنسټ یا موسسې (Edhi Foundation) مشر فیصل ایدهی پرون وویل د سیند صوبې په مرکز کراچۍ کښې د ګرمې د زیاتیدا په وجه تراوسه پینځه شپیته (۶۵)کسان وژل شوی دی .
-
د هند او پاکستان د پوله ساتونکو ځواکونو ترمېنځ نښته
May 21, 2018 13:45پاکستاني سرچينو د کشمير په کنټرول لائن کښې د هند او پاکستان د پوله ساتونکو ځواکونو ترمېنځ د نښتې خبر ورکړ.