-
د افغانستان ښاریز باید د مارچ تر ۳۱ نیټې له پاکستانه ووځي
Mar 08, 2025 02:14زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان فیډرال حکومت پرون د افغانستان کارت لرونکو ښاریزو( Afghan Citizen Card) او دغه راز ټولو غیرقانوني بهرنیو وګړو ته سپارښتنه کړي ده چې د بیرته ستنولو د کمپاین د یوې برخې په توګه د روان میلادي کال د مارچ د میاشتې تر یودیرشمې نیټې پورې له پاکستان څخه ووځي.
-
پاکستان، افغانستان کې د امریکا پاتې پوځي تجهیزاتو ترلاسه کولو لپاره د ټرمپ له هڅو ملاتړ کوي
Mar 07, 2025 11:15د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د مارچ په ۵مه په یوه خبرپاڼه کې ټینګار کړې چې د سهشنبې په ورځ د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر، اسحاق ډار او د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ملي امنیت سلاکار مایک والتز ترمنځ ټلفوني خبرې شوي دي.
-
پاکستان په دې هېواد کې د داعش د پټنځایونو د شتون ادعاوې رد کړې
Mar 07, 2025 10:43د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند په دغه هېواد کې د داعش پټنځایونو د شتون په تړاو د افغان طالبانو د ویاند وروستۍ څرګندونې رد کړې.
-
د پاکستان د بنو ښار حمله په افغانستان کې پلان او منظمه شوې ده
Mar 06, 2025 02:48د پاکستان پوځ په یوې اعلامیې کې مدعی شوی چې ددغه هیواد د خیبر پختونخواه په بنو ښار کې پر امنیتی پُستې و روستۍ ځان مرګي او بمي حملې له افغانستانه هدایتیږي او هماغلته پلان شوي دي.
-
پاکستان د غزې د بیا رغونې لپآره د عربی هیوادونو له پلانه ملاتړ کوي
Mar 06, 2025 01:02شهباز شریف همداراز د ملګروملتو د امنیت شورا د پریکړه لیکونو په اساس د فلسطین د خپلواکه هیواد جوړیدا ،له ۱۹۶۷ کال څخه مخکې پولو ته د بیرته ستنیدا او د فلسطین د هیواد د پلازمینې په توګه د قدس شریف د مشخص کیدا لپاره د پاکستان پر دریځ ټينګار وکړ.
-
په ۲۰۲۱ کال کې د کابل پر هوايي ډګر د برید مسئول د افغانستان تبع دی
Mar 05, 2025 10:55د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف وایي، د داعش هغه غړی چې د کابل په هوایي ډګر کې د ۲۰۲۱ کال د برید په تړاو نیول شوی، د افغانستان تبع دی.
-
خیبر پښتونخوا کې د پاکستان پوځ پر یوه مرکز برید کې لسګونه کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده
Mar 05, 2025 08:23د خیبر پښتونخوا په بنو ولسوالۍ کې د پاکستان پوځ پر اډې يا چاوڼۍ بريد کې لږ تر لږه ۱۱ تنه وژل شوي او ۳۰ نور ټپيان دي.
-
په پاکستان کې له چاودنو وروسته وسلهواله نښته شوې
Mar 05, 2025 03:53د راپورونو په حواله د خیبرپښتونخوا په بنو کې له چاودنو وروسته د دغه هېواد امنیتي ځواکونو او وسلهوالو ترمنځ نښته رامنځته شوې
-
د خیبرپښتونخوا یو چارواکي له طالبانو سره پر خبرو اترو ټينګار کړی
Mar 03, 2025 02:34زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان د خیبرپښتونخوا د اطلاعاتو سلاکار باریستر سیف د پاکستان پر حکومت غږ کړی چې افغانستان ته د یو پلاوي د سفر اجازه ورکړي.
-
شمالي وزیرستان کې ځانمرګي برید لس پاکستاني پوځیانو ته مرګ ژوبله اړولې
Mar 02, 2025 11:48را پورونه وایي، د شمالي وزیرستان په عیدک کلي کې پرون ماښام د یوه ځانمرګي برید له امله دوه پاکستاني پوځیان وژل شوي او د دوه ملکي وګړو په ګډون، لس نور ټپيان شوي دي.