-
په بلوچستان کې د واکسيناتورانو پر ساتونکو بريد کې اووه تنه وژل شوي
Nov 01, 2024 12:32د پاکستان د بلوچستان صوبې په مستونګ سیمه کې د نجونو یوه ښوونځي ته نژدې په یوه برید کې د پولیو د واکسیناتورانو د امنیت لپاره ګومارل شوي پولیس په نښه شوي چې له امله یې د پنځو ماشومانو په ګډون لږ تر لږه اووه تنه وژل شوي دي.
-
دغزې په شمال کې داسرائیلي پوځ د لوي درستیز دشتون ځاي دتوغندیو په شیشت کې ورغی
Nov 01, 2024 02:51سحاب دفلسطین د اسلامی مقاومتي غورځنګ حماس پوخي څانګې عزالدین قسام کنډکونو د غزې تړانګې په شمال کې د صهیونیسټ رژيم د پوځ دلوي درستیز د شتون ځاي په توغندیو سره ټارګټ کړ.
-
د قدس ځواک به د صهیونزم تر نابودۍ پورې د حزب الله تر څنګ وي
Nov 01, 2024 01:21د اسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو د قدس ځواک قوماندان د لبنان دحزب ا... د نوي عمومی منشي د ټآکل کیدا په باب په مبارکۍ وئیلو سره ووئیل، د سپاه پاسدارانو قدس ځواک به د صهیونزم د شجره خبیثه د ریښې تر ایستلو او د فلسطین او قدس تر آزادۍ پورې د حزب ا...ترجنګ ولاړ وي.
-
په کورمې کې په شلمې ورځې هم د پاره چنار پيښور ستره لاره بنده ده
Oct 31, 2024 12:39په پاره چنار کې ځاي ټولنیزو فعالانو چې پرون ئې ددغو لارو په بندیدا باندې په اعتراض کې په ښار کې پرلتۍ وهلي دي،ګواښ کړی چې که سترې لارې خلاصې نشي ،نو دوي به خپلو پرلتیو ته دوام ورکړي اوپر ټولو حکومتي او پوځي مسئولانو او اورګانونو به ټوله لارې وتړي.
-
پاکستانیانو د غزې او لبنان د شهیدانو په یاد کې قرآني سیالۍ ترسره کړې
Oct 30, 2024 03:03د پاکستان په پيښور کې د ایران د اسلامی جمهوریت په کلتوري خونې کې د شهید اسماعیل هنیّه او شهید حسن نصر ا... پشمول د فلسطین اولبنان د شهیدانو په یاد او خاطرو دوام کې د قرآن کریم د قرائت او حفظ سیالۍ ، په امام خمیني هال کې د شپاړس کلنو او له دې کم عمر لرونکو زلمیانو ترمینځ ترسره شوې. په دغو سیالیو کې د پیښور، کوهاټ ،هنګو،پاراچنار،اورکزئ،سوات ،چارسدې اوځينو نورو سیمو تنکیو زلمیانو برخه واخسته.
-
روسیه د پاکستان د هوائي ځواک تخنیکی پشتیبانۍ ته چمتو ده
Oct 30, 2024 02:53د روسیې فیډریشن مرستیال دفاع وزیر له پاکستان سره د پوځي ملګرتیاؤ په اهمیّت په ټينګار سره ووئیل،چې هیواد ئې د پاکستان دهوائي ځواک د اړتیا وړ تجهیزاتو دتامینولو او دتخنیکي ملاتړ لپاره تیار دی.
-
د صهیونیسټي رژیم جنایتونو ته د ځواب لپاره د ایران حق محفوظ دی
Oct 29, 2024 12:00د پاکستان د پارلیمان استازي د صهیونیسټي رژیم جنایتونو ته د ځواب لپاره د ایران د اسلامي جمهوریت په حق باندې ټینګار وکړ.
-
ایران یوازینی اسلامی هیواد دی چې جنایتکار صهیونیسټي رژيم ورڅخه ویره لري
Oct 28, 2024 10:24د پاکستان یوه تکړه او مشهور سیاستوال ووئيل، دایران اسلامی جمهوریت یوازینی اسلامی هیواد دی چې صهیونیسټي رژيم ورڅخه ویریږي،له دې امله له ایرانه ملاتړ په دغه ه یواد د تیریګر صهیونیسټي رژیم دیرغلونو محکومیّت ډير ضروري دی.
-
د پاکستان په کورمې کې د وړو ټریلر له چور کولو وروسته د ترهه ګرو د ایف دوه ماموران هم ووژل شول
Oct 28, 2024 09:36د چارخیلو سیمې ورانکارو پرون ناوخته په داسې حال کې چې په جومات کې ئې د جمې لمونځ ادا کړ ،د جمې امام په ماښام لمانځه پسې خلکو ته د یوې فتوا په ورکولو سره اعلان وکړچې له لمانځه فوري وروسته هیڅوک کور ته لاړ نشي ، په لاره کې د پاراچنار د خلکو له وړو ډک یو ټریلر روان دی چې باید چور شي.نو دخدای په بارګاه کې په جمې سره له سجدو وروسته د الله اکبر په شعار سره د پاراچنار د خلکو لپاره د وړو ډک ټریلر په یوهیړ چور کړ او کابو اوه سوه څلویښت بورئ ئې له ځانه سره یوړی .
-
د پاره چنار د لارو د بندیدا په وجه لسو ناروغانو ساه ورکړه
Oct 26, 2024 12:39د پاکستان ،د کورمې ضلعې د ستر روغتون مشر ډاکټر میرحسن جان په یولړ څرګندونو کې وئيلي دي ،هغه ناروغان چې باید د درملنې لپاره دپيښور او یا نورو سترو ښارونو سترو روغتونونو ته د درملنې لپاره بوتلل شي،د لارو دبندیدا له امله له سختو مشکلاتو سره مخ دي او په تیرو څو ورځو کې د پنځو ماشومانو پشمول لس کسان د بشپړ درلمنې د امکاناتو دنه شتون په وجه ساه ورکړې ده.