May 25, 2024 16:19 Asia/Kabul
  • په یوه قرآني راز پوهېدل د ایرانیانو د بریا عامل / د استقامت مېوې

پارس ټوډې - په نړۍ کې د قدرت انډول، یوازې  په ظاهرې بڼې او د یوه زبر ځواک د څېرې په ډول نه دی؛ استقامت اړین دی. د مثال په توګه، د ایران ملت استقامت وکړ او بریالی شو - هم د انقلاب په جریان کې او هم له هغه وروسته پېښو کې.

خدای پاک د قرآنکریم د فصلت سورت په ۳۰ آیت کې فرمایي:

إِنَّ الَّذینَ قالوا رَبُّنَا اللَّهُ ثُمَّ استَقاموا تَتَنَزَّلُ عَلَیهِمُ المَلائِکَةُ أَلّا تَخافوا وَلا تَحزَنوا وَأَبشِروا بِالجَنَّةِ الَّتی کُنتُم توعَدونَ﴿۳۰﴾

بېشكه هغه كسانو چې وویل: "زموږ رب واحد خداى دى!" بیا دوی استقامت وکړ، پرښتې ورته راښکته کېږي چې: مه وېرېږئ او غمجن مه اوسئ، زېری دې وي تاسو ته د هغه جنت په اړه چې له تاسو سره ژمنه شوې ده!

دلته د دې آيت په اړه د امام خامنه يي تفسير او د ايراني ټولنې بېلګې ته کتنه کوو.

 

د خدای عبادت

زموږ زړه او روح د ژوند له ورځنيو پیښو سره په مخامخ کېدو کې، په دوامداره توګه ستړي کېدو په حال کې دی، باید د دې ستړي کېدو حساب وکړو او د هغې جبرانول په سیمو وسایلو سره اټکل کړو، که نه نو انسان به له منځه ولاړ شي. ممکن یو سړی په مادي او ظاهري لحاظ، پیاوړی او چاق هم شي. مګر که د دې ستړیاوو د جبران په اړه فکر ونه کړي، هغه به په معنوي توګه له منځه ولاړ شي. “ربّنا اللَّه” يعنې دخدای پروړاندې پر بندګۍ اعتراف او هغه ته تسليمېدل. دا ډېره لویه خبره ده؛ خو دا کافي نه ده.

 

استقامت

له همدې امله فرمايي: " ثمّ استقاموا"؛ په دې لاره کې پایداره او استقامت کوونکي پاتې شي. دا هغه څه دي چې د " تتنزّل علیهم الملائکة" لامل کېږي، ځکه چې د یوې شیبې لپاره ښه کېدو له امله د خدای فرښتې نه راښکته کېږي. وویل، دا کار آسان دی؛ عمل کول ستونزمن دي. د عمل دوام، خورا ستونزمن دی. ځینې ​​یوازې وايي؛ ځینې ​​ دا وینا په عمل کې هم ښکاره کوي، خو د نړۍ د پېښو، طوفانونو او ملنډو په مقابل کې، د طعنو په مقابل کې او د ناحقه دښمنۍ په مقابل کې استقامت وکړي؛ نو دوی توقف کوي. ځینې بیا پر دې باندې هم بسنه نه کوي چې توقف وکړي​ ، دوی شاتګ کوي.

 

هغه انسان چې غم او ویر نه لري

کله چې یو انسان غمجن نه وي، دا ځکه دی چې هغه هېڅ شی له لاسه نه ورکوي. تر ټولو لومړی، د دې لارې بریالیتوبونه ډېر دي؛ دویم، که یو انسان یو څه هم له لاسه ورکړي، ځکه چې هغه د خپل الهي دندې د ترسره کولو په لاره کې دی، ضمیر یې آرام دی. لکه د شهیدانو د کورنیو په څېر چې اولادونه یې شهیدان شوي او داغ یې لیدلی دی، خو په عین حال کې زړونه یې خوشحاله دي.

 

په ایران کې د چورلکې د غورځېدو  له امله  دشهیدانو د جنازې د مراسمو انځور

 

ایراني استقامت او د صبر خوږې میوې

په نړۍ کې د قدرت انډول، یوازې  په ظاهرې بڼې او د یوه زبر ځواک د څېرې په ډول نه دی؛ استقامت اړین دی. د مثال په توګه، د ایران ملت استقامت وکړ او بریالی شو - هم د انقلاب په جریان کې او هم په هغه جنګ کې چې صدام د امریکا په ملاتړ سره پیل کړ، هم له جګړې وروسته، نن هم استقامت کوي او بریا ترلاسه کوي.

دا فشارونه چې لیدل کېږي -  په هېواد کې دننه د دښمن لخوا پروپاګند، سیاسي، اقتصادي فشارونه، د دې لپاره دي چې د ایران ملت د مبارک آیت له مخې «قالوا ربّنا اللَّه ثمّ استقاموا»، د حق خبره او خپله منطقي او مشروع غوښتنه چې د خپلو چارو په لاس کې نیول او د بهرنۍ لاسوهنې  بندول او پر الهي حکم او دين باندې تکيه کول دي، په رسا غږ سره اعلان کړې او په تړاو یې په ټینګه ولاړ دي.

نن ورځ د همدې ایرانيانو د استقامت له لارې،  د امریکا ځواک، ابهت او د زبرځواکۍ څرک یې د ملتونو په سترګو کې لوېدلی او راوېښ شوي دي او جرئت یې ترلاسه کړی دی.

پایله دا ده چې خدای تعالی خپل رحمت او برکت نازلوي؛  «تتنزّل علیهم الملائکة الّا تخافوا و لاتحزنوا». او لکه څنګه چې وینو د ایراني ځوانانو په زړونو کې له دښمن څخه ویره نشته.

د ایران له مرحوم ولسمشر شهید آیت الله رئیسي سره د ایراني مېرمنو د وداع انځور

 خدای پاک یقیني وعده کړې ده چې:

 «انّ الّذین قالوا ربّنا اللَّه ثمّ استقاموا تتنزّل علیهم الملائکة الّا تخافوا و لاتحزنوا»؛

په سمه لاره کې د استقامت پایله دا ده چې خدای پاک د یوه شخص او یوې ټولنې څخه ویره لیري کوي او بریا ورته ورکوي. دا د خدای لاره ده. د خدای لاره یوازې د عبادت کولو او په یوه کنج کې کښېناستل نه دي؛ د خدای لاره یعنې نېکمرغۍ ته د انساني ټولنې رسول. د ایران ملت دغه لاره غوره کړې؛ يعنې د عدالت لاره، د انصاف لاره، د عبودیت لاره، د انساني برابرۍ لاره، د انسان د يو بل سره د ورورګلوۍ لاره، له یو بل سره د انساني اخلاقو لاره او د انساني فضیلتونو لاره او پر دې لارې باندې ټینګار هم کوي؛ له هغو ستونزو سره چې په دې لاره کې دي مقابله کړې ده او له هغوی څخه نه دی وېرېدلی. نو طبیعتا به خدای تعالی د دې استقامت خوږې او خوندورې میوې هغه ته ورکړي.

کلیدي کل مې: استقامت څه دی، استقامت په قرآن کې، امام خامنه يي د ایران رهبر، ایران څه ډول بریالی شو

ټیګونه