د رڼا سرچینې (۱۰۲)
دا پروګرام د حج سورت د ۷۳ آیت شان نزول ته بیل شوې دی ، هیله ده چی د استفادې وړ مو وګرځي .
د حضرت نوح (ع) په قوم کې د " وَد"، «سُواع»،«یَغوث»،«یَعوق» و «نَسر»په نومونو صالح کسان وو، چې خلکو ورسره مينه درلوده، کله چې دوی وفات شول، نو خپلوانو د هغوی په بیلتون کې ډېره بې صبری کوله . په دې وخت کې یوه سړي ورته وویل: ایا تاسو غواړې چې زه ستاسو لپاره دهغو په شکل پنځه مجسمې جوړ ې کړم؟ هغوی وویل: هو! نو هغه سړي د هغو مړو پنځه مجسمې جوړې کړې او په یوه عمومی ځای کې یې نصب کړې. له هغه وروسته خپلوان او دوستان هم هغومجسموته ورتلل او خبرې یې ورسره کولې او په پای کې یې ورته درناوى کاوه . یو څه وخت همداسې تېر شو. د دې ډلې له مړینې وروسته، راتلونکي نسل دهغو رودې او طریقې ته دوام ورکړ. په دریم نسل کې د دې مسلې تاریخي رابطه په بشپړه توګه هېره شوه، تر دې چې دوی فکر وکړ چې دا مجسمې محترم موجودات دي چې باید عبادت یې وشي، نو ویې ویل: زمونږ پلرونو دې بتانو ته سجده کوله ځکه چې دوی د خدای په وړاندې د دوی شفاعت کونکي وو . له دې نسله وروسته خلکو د بتانو په عبادت پیل وکړ او په شرک او کفر کې راګیر شول. په قرآن کريم کې د نوح د سورت په ٢٣ آيت کې د دغو بتانو نومونه ذکر شوي دي، لکه څنګه چې د نوح (ع) د دښمنانو له قوله فرمایی: «وَ قالُوا لا تَذَرُنَّ آلِهَتَکُمْ وَ لا تَذَرُنَّ وَدًّا وَ لا سُواعاً وَ لا یغُوثَ وَ یعُوقَ وَ نَسْراً: او ویې ویل خپل معبودان او بتان مه پرېږدئ (په تېره بيا) د «وَد»، «سواع»، «یغوث»، «یعوق» و «نسر» بتان مه پریږدئ ! دا پنځه بتان هغه بتان دي چې نومونه یې د تاریخ په اوږدو کې ساتل شوي تر هغه چې عربانو ته منتقل شول .
د دې قوم جاهلانو خپلې خوښۍ او بدبختۍ په دې ډبرو پورې تړلې وې، نو د دې بتانو د پام اړولو لپاره يې هر څه کول. دوی هڅه وکړه چې د امکان تر حده خپل کورونه د دې ډبرو له خدایانو په یوه سره سینګار کړي او له خپل ځانګړي خدای پوره ګټه پورته کړي. دوی هیله درلوده چې هغه به له دوی سره د کرنې په کار کې مرسته وکړي او د دوی فصلونه به ښه کړي او په سفرونو کې به د دوی ملګري او شخصي ساتونکي وي، او همدارنګه له دوی به د شیطان، جنیانو ، بد نظر او تنګ نظر لیرې کړي. په حقیقت کې په همدې هیله هر عرب په خپل کور کې یو بت درلود او له هغه به یې مرسته غوښته او حتی دغه خدایان به یې په سفرونو کې له ځانه سره وړل. له مشهور مورخ هشام کلبي (۲۰۴ هـ ق) روایت نقل شوی دی چې کله به چې یو عرب په سفر روان شو، نو له ځمکې به یې څلور تیږې راواخیستلې او یوه به یې غوره کړه، چې تر ټولو ښکلې وه او د خپل معبود په توګه به يې انتخاب کړ له نورو تيږو به یی د دیګچې نغرې جوړ کړ او د تللو پر مهال به يې پريښوده او په بل ځای کې به يې په همدې ترتيب څلور نورې تيږې راواخیستلې او دا کار د عربانو کار شوی وو چې د يوې ښکلې تيږې عبادت يې کاوه. بیا وروسته له هغه چې یو ډیر ښکلی ډبره به یی وموندله نو پخوانی به یې وغورځاوه او یو نوی خدای به یې غوره کړ.
خانه کعبه له لیرې په سختۍ سره لیدل کېده. ځکه چې دا په سلګونو سینګار شوي بُتانو پوښل شوی وه . دغې ناخوښې منظرې به هر توحید پاله ځوراوه. د دوی لپاره دا سخته وه چې په داسې فضا کې او له ټولو لوی او واړو بتانو سره، خدای ته دعا وکړي . همدارنګه ځینې مسلمانانو لا هم له بتانو په بشپړه لاس نه وو اخیستې او بتانو ته به یې په درنه سترګه کتل. د توحید له کور ه څو قدمه لیرې د مشرکانو یوه ډله د یوه بت مخې ته راټولیدله او د نذرونو په ورکولو سره به یې له هغه بت خپلې اړتیاوې غوښتلې. د ناروغو، معلولانو او بې وزلو اوښکې او چیغې به په آسمان ک ته پورته کیدلې او له سترګو به یې اوښکې روانې وې. بله ډله به په ځمکه پرېوتله او د سختو اوښکو او ژړا له امله به ویده شول. نورو به ځانونه له بت سره په رسۍ تړلي وو او د شفا غوښتنه یې کوله. ځینو خلکو به د خپل خدای د تبرک او نږدې کیدو لپاره په بتانو باندې د قربانۍ وینه موښله ، لکه څنګه چې یو څو شیبې وروسته به معجزه وشی او خپل حاجت ته به ورسي .
په دې مینځ و میان کې، درې لوی بُتان له ټولو ډیر ښکاریدل . "يغوت" تر ټولو لوړ او ښکلی بت و چې د زمري په شکل کې و او د کعبې مخې ته پروت و. دا له قیمتي خوشبوونکی مشک جوړ شوی، او په زیورونو سره سینګار شوی وو . هر څوک چې داخلیدلې نو هغه به ښکل کړ او سجده به يې کوله اوحاجت به يې غوښتل. بیا، په هماغه حالت کې، پرته له دې چې پورته شي، د "یعوق" بت ته چې د آس په بڼه و. ځان رسوه او هغه به یې ښکلول او خوشبوکول به یې او په نذر او نیاز به یې پرېښود. بیا به د نسربُت ته چې د عقاب په شکل کې و، راتله او د تشریفاتو له ادا کولو وروسته به یې په لوړ اواز وویل: «لبیک اللهم لبیک، لاشَریکَ لَکَ اِلّا شَریکٌ هُوَ لَکَ تَملِکُهُ و..:: زه ستا امر اورم ، زه تاته په بيړه درځم، ستا بلنه د زړه له کومي منم. بار اله ستاسو لپاره شریک نشته ، پرته له دې چې؛ هغه شریک چې تاسو په خپله ګرځولې دی، او ته د هغه مالک او د هغه د مُلک مالک یاست. بیا به پرته له دې چې بُتانو ته یې شا واړوله، بېرته به راغی او د نورو بتانو په درناوي به له هغه ځایه ووتل.
الله تعالی د بتانو دکمزورتیا او د هغو د مالکانو د رسوایۍ د ښودلو لپاره هر ځل خلک په یو ډول خبر کړل. خدای تعالی دا ځل، یو شنه مچ ته دنده وسپارله، چې ظاهرا ضعیفه دی او هیڅ شی نشي کولی. دې مچ دنده درلوده چې ټول هغه مشک او عنبر وخوري چې مشرکانو د خوشبو او ښکلا لپاره په بتانو موښلي وو او هیڅ شی یې پرنږدي . کافران په دې پېښه حيران شول، خو د بتانو د حرمت د توجيه او ساتنې په موخه يې د مشک او عنبر په بې اثر والي او بې کارۍ پورې و تړل.زایرین په دې خاطر چې په ګناه تورن نشي ، هرځل به له په زياتوګران بیه مشک او عنبر سره بتانو ته راتلل، خو کله چې به يې پر بتانو وموږل مچ به هغه تښتول او نور به يې بوی نه درلود.
په دې وخت کې خدای پاک د سورة الحج ۷۳ آیت نازل کړ: «یَا أَیُّهَا النَّاسُ ضُرِبَ مَثَلٌ فَاسْتَمِعُوا لَهُ إِنَّ الَّذِینَ تَدْعُونَ مِنْ دُونِ اللَّهِ لَنْ یَخْلُقُوا ذُبَابًا وَلَوِ اجْتَمَعُوا لَهُ وَإِنْ یَسْلُبْهُمُ الذُّبَابُ شَیْئًا لا یَسْتَنْقِذُوهُ مِنْهُ ضَعُفَ الطَّالِبُ وَالْمَطْلُوبُ: «ای خلکو، د تاسو او تاسو بتانو په اړه مثال ورکړل شوی دی نوغوږ ورته ونیسئ ، په تحقیق سره هغه کسان چې د خدای په ځای یی بولئ هرګز مچ نشی پیدا کولې که څه هم د دې کار لپاره د یوه بل په لاسونو کې لاس ورکړي او هر کله چی مچ له هغو کوم څیز وتښتوی نو هغو یی نشي ورستنولې ، پوهه شئ طالب او مطلوب (یعنی بت او بت پرستي ) یا عابد او معبود یا مچ او بتان دواړه ناڅیزه او بی وسه دي .
دا مبارک آيت د مشرکانو د منطق د کمزورتيا او د بتانو د کمزورۍ او سستۍ څرګندونه کوي، چې وايي: په غور سره وګوره، چې ستا خدایان څنګه د مچانو تر لاسونو او پښو لاندې دي او د ځان د دفاع توان هم نه لري؟! دا څه ډول بې ارزښته او بې وسه خدایان دي چې حتی دا مچ هم نه شي پیدا کولی او که له دوی یو څه واخلي بیا یې له هغه څخه بیرته نه اخیستلې ؛ په دې حال کی ایا تاسو د خپلو مشکلاتو حل له دوی غواړئ ؟