د حضرت امام محمد باقر (ع) د شهادت تسلیت ومنئ
(last modified Tue, 03 Jun 2025 02:58:18 GMT )
Jun 03, 2025 07:28 Asia/Kabul
  • د حضرت امام محمد باقر (ع) د شهادت تسلیت ومنئ

نن سه شنبه د ۱۴۴۶ هجري قمري کال د ذي الحجې ۷مه چې د ۲۰۲۵ میلادي کال د جون له درېیمې نېټې سره برابر ده، د نړۍ د شیعیانو د پنځم امام، حضرت امام محمد باقر (علیه السلام) د شهادت د کلیزې غمجنه ورځ ده.

حضرت امام محمد باقر (علیه السلام) د خپل ګران پلار حضرت امام زین العابدین (علیه السلام) له شهادته وروسته ۱۹ کاله او ۱۰ میاشتې د امامت درنده دنده ترسره کړه.

حضرت امام محمد باقر (ع ) د خپل امامت په دور کې د اسلامي کلتور له خپرولو او تبلیغ، د شاګردانو روزلو، د اصحابو او خلکو مشري، د خلکو ترمنځ د خپل  ګران نیکه حضرت محمد مصطفی (ص) د سنتو اجرا کولو او د مشرۍ سمې کرښې ته د غاصب حکومت له متوجه کولو یوه شېبه هم غفلت ونه کړ.

اسلامي ایران د نړۍ د شیعیانو د پنځم امام، حضرت امام محمد باقر (علیه السلام) د شهادت د کلیزې په مناسبت په ویر او ماتم کې ډوب دی.

حضرت امام محمد باقر (ع)  د ۱۱۴ هجري قمري کال د ذې الحجې په ۷مه نېټه په ۵۷ کلنۍ کې د اموي خلیفه هشام بن عبدالملک په وسیله مسموم او شهید کړی شو.

د ایران راډیو اوټلویزیون اداره د حضرت امام محمد باقر (علیه السلام) د شهادت په مناسبت د نړۍ ټولو مسلمانانو، آزادي غواړو په تېره بیا تاسو مینوالو ته تسلیت وړاندې کوي.