د رڼا سرچینې (۱۵۲) د زغم سپارښتنه
https://parstoday.ir/ps/news/religion_islam-i168058-د_رڼا_سرچینې_(۱۵۲)_د_زغم_سپارښتنه
د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو په دې شېبو کې زه ... سره د خپل محترم همکار... د رڼا سرچینې نومي لړۍ له (۱۵۲م) مطلب سره ستاسو په خدمت کې یم، هیله ده چې د استفادې وړ مو وګرځي. عزیزانو د رڼا سرچینې د لړۍ په دې برخه کې، د جاثیه سورت د ۱۴م  آیت شأن نزول څېړو. له موږ سره و اوسئ.
(last modified 2025-12-04T11:56:37+00:00 )
Dec 04, 2025 16:22 Asia/Kabul
  • د رڼا سرچینې (۱۵۲) د زغم سپارښتنه

د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو په دې شېبو کې زه ... سره د خپل محترم همکار... د رڼا سرچینې نومي لړۍ له (۱۵۲م) مطلب سره ستاسو په خدمت کې یم، هیله ده چې د استفادې وړ مو وګرځي. عزیزانو د رڼا سرچینې د لړۍ په دې برخه کې، د جاثیه سورت د ۱۴م  آیت شأن نزول څېړو. له موږ سره و اوسئ.

د بني‌مُصْطَلِق جګړه  (Banu Mustaliq) د هجرت د پنځم کال په شعبان میاشتې کې وشوه. له جګړې څخه لږ مخکې، رسول اکرم صلی الله علیه و آله وسلم ته خبر ورسېد چې د خزاعه (Khuzāʿah) قبیلې د بني‌مُصْطَلِق طایفې مشر حارث بن ابي ضرار ( al-Hārith ibn Abi Dirar) وسلې او عسکر راټولوي او پلان لري چې پر مدینې باندې برید وکړي او د خدای له رسول صلی الله علیه وآله وسلم سره وجنګېږي.  

رسول اکرم صلی الله علیه و آله وسلم "بریده بن حصيب اسلمي" ( Buraydah ibn Al-Ḥasīb Al-Aslamī) د خبرونو د ترلاسه کولو لپاره د هغوی خوا ته واستاوه. هغه د "حارث بن ابي ضرار" خوا ته ولاړ او ځان یې د یوه کوچي عرب په توګه معرفي کړ او ویې ویل چې په ​​خپل قوم کې داسې پیروان لري چې له هغه سره د مرستې اراده لري. "بریده" په دې ډول "حارث" ته نږدې شو او د دوی د پلان په اړه یې معلومات ترلاسه کړل. هغه څه موده وروسته، د خدای د رسول صلی الله علیه و آله وسلم خوا ته راستون شو او د هغه خبر حقیقت یې تایید کړ چې هغه ته رسېدلی وو.  

د خدای رسول هم مسلمانان سره راټول کړل او هغوی یې د دښمن له حضوره او د بني‌مُصْطَلِق طایفې له فتنې څخه خبر کړل.  اسلامي لښکر په دېرشو آس سپرو سره چمتو شو او د دوی په لور روان شو. د یادونې وړ ده چې په دې جګړه کې ډېری منافقینو هم برخه اخیستې وه، چا چې هېڅکله له پیغمبر صلی الله علیه و آله وسلم سره په هېڅ جګړه کې برخه نه وه اخیستې، دوی د غنیمت په هیله او د لارې د نږدېوالي له امله له مسلمانانو سره یوځای شوي وو.


د بني‌مُصْطَلِق په جګړه کې د مهاجرینو بیرغ د عمار بن یاسر ( Ammār ibn Yāsir) او د انصارو بیرغ د سعد بن عباده » ( Sa‘d bin ‘Ubādah ) په لاس کې وو. د اسلامي لښکر د لارې په اوږدو کې، د بقعاء په سیمه کې، د بني‌مُصْطَلِق یو جاسوس د مسلمانانو لخوا ونیول شو.  د دې اسارت خبر د "حارث بن ابي ضرار" کمپ ته ورسېد او لامل شو چې د بني‌مُصْطَلِق قبیلې او د هغوی د متحدینو په زړونو کې لویه ویره او وحشت خپور شي. له دې پېښې وروسته، د "حارث بن ابي ضرار" ډېری متحدین د هغه او د هغه د قبیلې له شاوخوا خواره شول.   

له دې څه موده وروسته، دوې لښکرې د " مُرَیْسِیع اوبو" (Murays) ترڅنګ له یوه بل سره مخامخ شوې. پېغمبر (ص) دوی ته د اسلام بلنه ورکړه، خو دوی ډزې پیل کړې، له دې وروسته، تن په تن جګړه پیل شوه، د دښمن صفونه په چټکۍ سره سره له منځه ولاړل. په دې جګړه کې، د بني‌مُصْطَلِق لس مشرکین ووژل شول او پاتې نور اسیران شول.  له مسلمانانو څخه یوازې د مهاجرانو له ډلې یو کس په تېروتنې سره د جګړې په ډګر کې د یوه انصاري له لورې په شهادت ورسېد. د بني‌مُصْطَلِق قبیلې ټول پاتې کسان اسیران شول چې له څه کمې مودې وروسته، ټول یې د فدیې په ورکړې سره خوشې شول.

د بني‌مُصْطَلِق جګړه، د مسلمانانو په بریا سره پایته ورسېده. مسلمانانو په دې غوره شېبو کې، د ښه راتلونکي په اړه فکر کولو چې ناڅاپه یو ناوړه خبر، ژبه په ژبه د مسلمانانو په منځ کې خپور شو او د دې شېبو خوږوالی یې د رسول اکرم (ص) د یارانو په خولو کې په تریخوالي بدل کړ. پېښه داسې وه چې، د جګړې له پایته رسېدو وروسته، دوو مسلمانانو؛ یو یې له مهاجرانو او بل یې له انصارو څخه، له کوهي څخه د اوبو اخیستو پر سر، له یوه بل سره اختلاف پیدا کړ. دوی له نښتې وروسته هر یوه خپله قبیله د ځان د مرستې لپاره راوغوښته.

د دې مرستې غوښتو پایله دا شوه چې مسلمانان، له مدینې څخه په دې لیري سېمې کې، له یوه بل سره جګړې ته چمتو شي. کله چې رسول اکرم (ص) له دې جریانه خبر شو، وفرمایل:

دا دوه کسان په خپل حال پرېږدئ، او د مرستې دا فریاد ډېر نفرت اچوونکی او ناوړه دی، او د جاهلیت دورې د بلنو په څېر دی او تر اوسه د دوی له زړونو څخه د جاهلیت ناوړه آثارو رېښې له منځه تللي نه دي. دا دوه کسان د اسلام له پروګرامه خبر نه دي، چې اسلام ټول مسلمانان د یوه بل وروڼه بللي او هره بلنه چې د تفرقې لامل شي، د اسلام د مبارک دین له نظره بې ارزښته ده.

 

د رسول اکرم (ص) خبرو د اختلاف مخنیوی وکړ او دواړه قبیلې یې د یوه بل پر وړاندې له جګړې منعه کړې. مګر عبد الله بن ُبی ( Abd-Allah ibn Ubayy) چې د مدینې د نفاق ګوند مشر وو،  او د رسول اکرم او د اسلام په تړاو یې سخته کینه درلوده، په دې شېبو کې، خپله دښمني او نفاق څرګند کړ.

هغه د خپل شاوخوا کسانو ته داسې وویل: موږ د مدینې خلکو، په خپلو سېمو کې د مکې مهاجرینو ته ځای ورکړ او دوی مو د دښمن له شر څخه وساتل. په خدای قسم! که مدینې ته ستانه شو، باید ویاړمن او پیاوړی ولس ( د مدینې خلک) کمزوري او ناتوانه خلک ( یعنې مهاجران) وباسي.

د عبد الله خبرو، په هغه ټولنه کې چې تراوسه د عربي تعصب او د جاهلي افکارو رېښې د دوی په زړونو کې ژوندی وې، بد اثر وکړ، او نږدې وو چې د مدینې د خلکو اتحاد ته سخت زیان ورسېږي.  له نېکه مرغه، د زید بن ارقم په نوم ځوان او غیرتي مسلمان په هغه ډله کې ناست وو، او په ټول قدرت سره یې د هغه شیطاني خبرو ته ځواب ورکړ او وویل: 

په خدای قسم، خوار او ذلیله ته یې! هغه څوک کې چې د خپلو خپلوانو په منځ کې ترټولو کوچنی ځای نه لري، ته یې! او محمد، د مسلمانانو عزیز دی، د دوی زړونه د هغه له مینې او مهربانۍ څخه ډک دي. بیا پورته شو او د لښکر د قوماندې ځای ته راغی، او د خدای رسول د عبدالله له خبرو او فتنې څخه خبرشو.

رسول اکرم (ص) د ظواهرو د ساتلو لپاره درې ځلې د زید خبره رد کړه، وویل: ښایي ته تېروتنه کوې! ممکن قهر او غوسه، ته دې خبرو ته اړ کړی یې! ممکن هغه، ته یې کوچنی او سپک ګڼلی یې، او له دې پرته به بله موخه او منظور ونه لري. مګر زید درې واړه احتمالاتو ته منفي ځواب ورکړ او وویل:

نا، د هغه نظر د اختلاف رامنځته کول او نفاق ته لمن وهل وو. ځینو مسلمانانو، له دې پېښې وروسته، له پیغمبره وغوښتل چې امر وکړي عبد الله بن اُبی ووژل شي، مګر د خدای رسول وفرمایل: دا په صلاح نه ده!

په دې وخت کې، لاندې آیت نازله شو او دوی یې له دې بېړه کوونکي پرېکړې څخه منعه کړل. زغم ته دا سپارښتنه چې منافقانو ته د حساسیت او ظرافت خبره کوي او دا په ځینو وختونو کې اړینه ګڼي، ډېری عبرتناک ټکي پکې شته. په دې آیت کې متعال خدای فرمایي:

« قُلْ لِلَّذینَ آمَنُوا یَغْفِرُوا لِلَّذینَ لا یَرْجُونَ أَیَّامَ اللهِ لِیَجْزِیَ قَوْماً بِما کانُوا یَکْسِبُونَ:

مؤمنانو ته ووایه: هغه کسان چې په ایام الله ( د قیامت په ورځې) امید نه لري وبخښه، څو متعال خدای هر قوم ته په هغه کړنو سره چې ترسره کوي یې، سزا ورکړي!

 

جالبه ده چې پوه شو؛ یو له هغو کسانو څخه چې د عبدالله د وژلو غوښتنه یې کوله، د هغه خپل زوی وو. د عبدالله زوی، د اسلام د پاکو ځوانانو له ډلې څخه وو. د اسلام د لوړو تعلیماتو له مخې، د خپل منافق پلار په نسبت، ترټولو زیات مهربانه وو. مګر کله چې د پیغمبر له خبرو او د عبد الله د وژنې په تړاو د مسلمانانو له خبرو خبر شو، رسول اکرم ته یې وویل:

که ټاکل شوې چې زما پلار ووژل شي، زه خپله چمتو یم چې دا امر اجرا کړم، او تقاضا لرم چې دا کار بل چا ته مه ورکوئ! ځکه، زه وېره لرم چې د عربي تعصب او پلرني عواطفو له امله به، د خپل پلار قاتل ووژنم او خپل لاس به د یوه مسلمان په وینو ککړ کړم او خپل آخرت به له منځه یوسم. د دې ځوان خبرې د ایمان ترټولو غوره تجلي ده. ځکه چې هغه له رسول اکرم څخه ونه غوښتل چې د هغه پلار وبخښي!

د عبدالله زوی خپل ځان په یوه عجیبه روحي کشکمش کې ولیده. دا شونتیا وه چې پلرني عواطف او عربي اخلاق هغه تحریکوي چې له قاتل څخه د خپل پلار د وینې غچ واخلي او د یوه مسلمان وینه تویه کړي. مګر په مقابل کې، د اسلام سپېڅلي دین د مصالحو په څېر عوامل، دا ایجابوي چې پلار یې ووژل شي.

هغه په دې کشمکش کې، درېیمه لاره غوره کړه چې هم د اسلام غوره مصالح محفوظ پاتې شي او هم د هغه عواطف د نورو له خوا خراب نه شي او هغه دا چې هغه په خپله دا فرمان عملي کړي.

دا کړنه که څه هم سخته او ځوروونکې ده، مګر د ایمان قدرت او د خدای د ارادې پر وړاندې تسلیمېدل هغه ته آرامښت ورکوي. مګر د اسلام مهربانه پیغمبر، هغه ته وفرمایل: دا ډول پرېکړه په کار نه ده او موږ به له هغه سره مدارا وکړو.

ژباړه: زماني