د وحدت اونۍ، د مسلمانانو د یوزړه توب یوه ځلا
اوله برخه: محمد(ص) د یوزړه توب چورلیز
د وحدت او یووالي د اونۍ په پیل کې، هغه نوم ګورو چې د ملیونونو مسلمانانو لپاره، د مذهب او جغرافیې له پولو څخه تیریږي؛... محمد(ص)، د رحمت پیغمبر او د یووالي محور. هغه پیغمبر چې توحید ته په رابللو، له تبعیض سره په مبارزې او په اخلاقو او انساني وقار تکیه کولو سره یې تیت پرک زړونه یوبل ته نږدې کړل او له نفرت او اختلاف سره مخ ټولنه یې په یو متحد امت بدله کړه.
د تهران راډیو مینه والو په دې پروګرام کې به د اسلام د ګران پیغمبر ژوند او هغو رازونو ته وګورو چې لاهم د مسلمانانو ترمنځ د خبرو اترو، خواخوږۍ او یووالي لپاره لاره ګرځیدې شي.
د هغې اونۍ په پیل کې یو چې نوم یې د نن ورځې د اسلامي نړۍ له یوې سترې اړتیا سره تړلی دی؛ او هغه، د وحدت اونۍ ده.
د ربیعالاول له دولسمې تر اوولسمې پورې، د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد صلیاللهعلیهوآلهوسلم د مبارک میلاد په اړه د دوو مشهورو روایتونو ترمنځ د واټن دغه ورځې، د وحدت د اونۍ په نوم نومول شوې دي.
ګرانو دوستانو او درنو اورېدونکو!
د وحدت اونۍ یوازې په کال هینداره کې د څو ورځو نوم نه دی؛ بلکې دا د یو روښانه حقیقت پر لور د بېرته ستنېدو فرصت دی. هغه حقیقت دا دی چې مسلمانان، سره له دې چې د تاریخ په اوږدو کې یې په ځینو برداشتونو او نظریاتو کې اختلافونه لرلي، خو په بنسټیزو عقایدو او ارزښتونو کې ډېر زیات ګډ ټکي لري.
او د دغو ټولو ګډو ټکو په منځ کې یو نوم په ځلېدونکې توګه راڅرګندېږي: محمد(ص)؛ د رحمت او وحدت پیغمبر.
هغه ستر انسان چې بلنه یې له توحید څخه پیل شوه، خو یوازې په توحید کې محدوده پاتې نه شوه؛ هغه راغی چې تیت او پرک زړونه سره نږدې کړي، پخوانۍ کینې له منځه یوسي او هغه انسانان چې کلونه کلونه په جګړو او دښمنیو کې ښکېل وو، یو د بل ترڅنګ کښېنوي.
حضرت محمد صلیاللهعلیهوآلهوسلم په مکه مکرمه کې سترګې نړۍ ته وغړولې؛ په داسې سیمه کې چې قومي او قبیلوي اختلافونو، تعصب، نابرابرۍ او دښمنۍ د خلکو د ټولنیز ژوند یوه برخه ګرځیدلې وه. خو هغه پیغمبر چې له همدې خاورې راپاڅېد، دا دنده یې نه لرله چې یوازې یوه قبیله بلې قبیلې ته راوبولي، یا یوه ډله پر بلې غوره وګڼي.
د هغه پیغام، انسانانو ته د یوه ګډ حقیقت پر لور بلنه وه؛ او هغه توحید و.
او توحید د اسلام له نظره یوازې پر یوه خدای د ایمان لرلو په معنا نه دی؛ بلکې د نورو انسانانو له بندګۍ څخه د انسان د خلاصون بنسټ هم کېدای شي. کله چې ټول انسانان د یوه خدای پر وړاندې برابر وي، نو نژاد او توکم، قبیله، شتمني او قدرت د انسان د ارزښت معیار نه شي کېدی.
همدلته پوهیدې شو چې د اسلام پیغمبر ولې د انساني ټولنې د وحدت د فرهنګ له مهمو بنسټاېښودونکو څخه ګڼل کېدای شي.
رسول اکرم صلیاللهعلیهوآلهوسلم، مخکې له دې چې له نورو څخه د وحدت غوښتنه وکړي، خپله د هغو اخلاقو بېلګه وه چې وحدت یې ممکن کوه.
قرآن کریم د خلکو په هدایت کې د پیغمبر د بریا راز د هغه په مهربانۍ او نرمخویۍ کې بیانوي او د آل عمران سورت په ۱۵۹ آیت کې فرمایي:
«فَبِمَا رَحْمَةٍ مِنَ اللَّهِ لِنْتَ لَهُمْ ۖ وَلَوْ کُنْتَ فَظًّا غَلِیظَ الْقَلْبِ لَانْفَضُّوا مِنْ حَوْلِکَ»
یعنې: د الله تعالی د رحمت له برکته له خلکو سره نرم او مهربان شوې؛ او که ته توندخویه او سختزړی وای، نو خلک به ستا له شاوخوا څخه خوریدل.
دا آیت موږ ته یو مهم اصل راښيي:
وحدت په زور او خشونت نه شي جوړېدای. د خلکو زړونه په سپکاوي، توهین، کرکې او له ټولنې څخه په شړلو سره یو بل ته نه شي نږدې کېدای. پیغمبر مخکې له دې چې خلک په خپلو خبرو راټول کړي، په خپلو اخلاقو یې ځان ته راجذب کړل.
شاید د پیغمبر صلیاللهعلیهوآلهوسلم د همدردۍ او ورورولۍ د رامنځته کولو د رول تر ټولو ښکلی بیان د امیرالمؤمنین حضرت علي علیهالسلام په ویناوو کې وموندل شي.
هغه حضرت فرمایي: الله تعالی د خپل پیغمبر په وسیله پخوانۍ کینې ښخې کړې، د دښمنۍ لمبې یې مړې کړې، زړونه یې له یو بل سره وتړل او خلک یې سره وروڼه کړل.
دا بیان او توصیف مونږ ته د پیغمبر د ټولنیز رسالت یو روښانه انځور وړاندې کوي.
البته وحدت د دې معنا نه لري چې ټول اختلافونه باید له منځه ولاړ شي.
انسانان په فکر، فرهنګ، ژبه، تجربو او حتی د دیني مسئلو په معنا او برداشتونو کې له یو بل سره توپیر لري. مهمه دا ده چې توپیر په دښمنۍ بدل نه شي، او اختلافِ نظر د کرکې او تاوتریخوالي سبب نه شي.
د نړۍ مسلمانان هم، سره له مذهبي، فرهنګي او قومي توپیرونو، په ډېرو بنسټیزو اصولو کې له یو بل سره ګډ او مشترک ټکي لري. ټول پر یو خدای ایمان لري؛ قرآن کریم خپل اسماني کتاب ګڼي؛ د اسلام پیغمبر د الله تعالی استازی بولي؛ پر آخرت ایمان لري؛ د یوې قبلې پر لور لمونځ کوي؛ د رمضان روژې نیسي او حج له خپلو سترو عبادتي غونډو ګڼي. نو څه شی کولی شي دومره زیات ګډ ټکي، تر سیوري لاندې راولي؟
ځواب باید په هماغه څه کې ولټول شي چې پیغمبر صلیاللهعلیهوآلهوسلم د خپلې بلنې له لومړیو ورځو ورسره مبارزه کوله یعنې تصعب، تفرقه او دښمني.
اسلام په داسې ټولنه کې راڅرګند شو چې قومیت او قبیله به کله ناکله د انسان د ارزښت معیار ګڼل کېده. خو اسلام راغی چې دغه معیارونه بدل کړي.
د پیغمبر له نظره، انسان د خپل پوستکي د رنګ، قوم، ژبې یا ټولنیز مقام له امله پر بل انسان غوره نه دی. د رسول الله صلیاللهعلیهوآلهوسلم په سیرت کې د دې لیدلوري ډېرې تاریخي بېلګې لیدل کېږي.
بلال حبشي، چې له ډېرو نورو مسلمانانو سره یې قومي او ټولنیزه مخینه بدله وه، خو ځانګړی مقام ته ورسېد. سلمان فارسي، چې د حجاز له سیمې ډېر لرې وطن څخه راغلی و، د رسول الله صلیاللهعلیهوآلهوسلم له ځانګړي درناوي برخمن شو. او زید بن حارثه، چې یو وخت غلام و، داسې مقام ته ورسېد چې د اسلام د لښکر قومانداني ور وسپارل شوه.
خو پیغمبر د داسې ټولنې د جوړولو لپاره خپله هماغسې ژوند کاوه، لکه له خلکو څخه یې چې تمه لرله. هغه به ساده ژوند کاوه، له خلکو سره به کښېناسته او هېڅکله یې اجازه نه ورکوله چې د ده او نورو ترمنځ مصنوعي واټن رامنځته شي.
روایت شوی چې کله به یوې غونډې ته داخل شو، د ځان لپاره به یې ځانګړی ځای نه غوښته؛ بلکې د خپلو اصحابو په منځ کې به کښېناسته، داسې چې کله به یو نوی راغلی کس نه شو پوهیدی شي چې په مجلس کې پیغمبر صلیاللهعلیهوآلهوسلم کوم یو کس دی. د دې چلند پیغام ډېر روښانه و: مشري د برتري غوښتلو په معنا نه ده. پیغمبر صلیاللهعلیهوآلهوسلم له خپل لوړ معنوي او ټولنیز مقام سره سره، هېڅکله اجازه نه ورکوله چې قدرت یې له خلکو څخه جلا کړي.*/*/*/
پیغمبر حتی د ناستې په طریقه، د مېلمنو په میلمستیا، له بېوزلو سره په چلند او په ټولنه کې د خپل شتون پر مهال دې ته پام کاوه چې هېڅوک د سپکاوي یا شړل کېدو احساس ونه کړي.
که به څوک د هغه کور ته ورغی، د هغه به یې درناوی کاوه او تر خپله وسه به یې ورته غوره ځای برابروه. د هغه ساده ژوند یوازې یوه شخصي ځانګړنه نه وه؛ بلکې د دې نښه وه چې هغه ځان له ټولنې څخه جلا نه ګڼي.
حتی په ټولنیزو او سیاسي پرېکړو کې یې هم خلک ګډون ته هڅول. قرآن کریم پیغمبر ته فرمایي: «وَشَاوِرْهُمْ فِی الْأَمْرِ»
یعنې په کارونو کښې له هغوي سره مشوره وکړه.
پیغمبر، سره له دې چې د الهي هدایت مقام یې درلود، خلکو ته یې دا ورزده کول چې یوه ټولنه له خبرو اترو او د نورو د نظرونو له اورېدو پرته په سالمه توګه پر مخ نه شي تللی.
اوس کولای شو د وحدت د اونۍ په معنا لا ښه پوه شو.
دا اونۍ یوازې د دې لپاره نه ده چې د وحدت په اړه خبرې وکړو؛ بلکې دا د هغه پیغمبر د سیرت د بیا لوستلو فرصت دی چې خپله د مسلمانانو د زړونو د یووالي محور و.
د ربیعالاول له دولسمې نه تر اوولسمې پورې د پیغمبر اسلام صلیاللهعلیهوآلهوسلم د مبارک میلاد په اړه د دوو مشهورو روایتونو ترمنځ دغه واټن، د دې پر ځای چې د یو تاریخي اختلاف یادونه وي، د ګډو ارزښتونو او یوزړه توب په یوه نښه بدلیدې شي.
څومره به ښه وي چې همدا واټن د زړونو د لا نږدې کېدو په یو پُل بدل شي.
په داسې زمانه کې چې اسلامي نړۍ له ګڼو ننګونو سره مخ ده، دا پیغام له بل هر وخت ډېر اهمیت لري. جګړه، تاوتریخوالی، افراطګري، کرکه خپرول او د مسلمانانو ترمنځ د اختلاف رامنځته کولو هڅې، یوازې د ټولنو امنیت نه ګواښي؛ بلکې د ودې او پرمختګ فرصتونه هم له منځه وړي.
کله چې یوه ټولنه د خپلې انرژۍ لویه برخه په خپلو کښې په دښمنۍ مصرف کړي، طبیعي ده چې د پرمختګ له لارې به وروسته پاتې شي.
قرآن کریم د آل عمران د مبارکې سورې په ۱۰۳ آیت کې مسلمانان همدې اصل ته رابولي او فرمايي:
«وَاعْتَصِمُوا بِحَبْلِ اللَّهِ جَمِیعًا وَلَا تَفَرَّقُوا»
یعنې: ټول د الله تعالی په رسۍ منګولې ولګوئ او تیت پرک کېږئ مه.
دا آیت وحدت یوه حاشیوي سپارښتنه نه ګڼي؛ بلکې د یوې مؤمنې ټولنې د حرکت له بنسټیزو لارو څخه یې معرفي کوي.
قرآن کریم په دوام کښې د هغې سترې نېکمرغۍ یادونه کوي چې الله تعالی د هغې په وسیله د خلکو دښمني په مینه او ورورولۍ بدله کړه.
او همدا هغه ټکی دی چې د پیغمبر سیرت د وحدت له مفهوم سره نښلوي.
نن هم که وغواړو له پیغمبر صلیاللهعلیهوآلهوسلم څخه پیروي وکړو، ښايي یو وړومبنۍ ګام یې دا وي چې د اختلافاتو پر ځای خپل ګډ ټکي ووینو. د دې پر ځای چې یو بل یوازې د مذهبي، قومي یا فرهنګي تړاو له امله قضاوت کړو، باید یو بل د داسې انسان په توګه ووینو چې له موږ سره په ډېرو بنسټیزو باورونو کې شریک دي.
وحدت له سترو شعارونو څخه نه پیلېږي. وحدت له یو کوچني چلنده پیلېږي؛ د بل انسان په احترام او درناوي، په یوې ارامې خبرې، له یوه ناسم او له مخکې جوړ شوي تصور څخه په تېرېدو، بل ته د مرستې په لاس ورکولو او د دې حقیقت په منلوسره چې هېڅ ټولنه له همدردۍ او یوزړه توب پرته تلپاتې سولې او دوامدار پرمختګ ته نه شي رسېدای.
د رحمت پیغمبر، حضرت محمد مصطفی صلیاللهعلیهوآلهوسلم، په خپل ټول ژوند کې مونږ ته همدا لاره راښودلې ده.
او ښايي همدا لامل وي چې د پیغمبر نوم، له پېړیو وروسته هم، د میلیونونو مسلمانانو د زړونو د یووالي ټکی کېدای شي. هغه مینه چې جغرافیایي پولې او مذهبي توپیرونه شاته پرېږدي او د مسلمانانو د همدردۍ او ورورولۍ پر ګډ ټکي بدلېږي.
د دې پروګرام په پای کې، د الله تعالی په کلام سره د رحمت پر پیغمبر درود وایو:
«إِنَّ اللَّهَ وَمَلَائِکَتَهُ یُصَلُّونَ عَلَى النَّبِیِّ ۚ یَا أَیُّهَا الَّذِینَ آمَنُوا صَلُّوا عَلَیْهِ وَسَلِّمُوا تَسْلِیمًا»
اللهم صل علی محمد و آل محمد.
د وحدت د اونۍ په مناسبت درته یوځل بیا مبارکي وایو او هیله من یو چې دغه یووالی او وحدت زمونږ ټولو په ژوند کښې جاري شي.
*/*/*/*/*