Mar 09, 2024 15:09
د غزې د جګړې په شپږمه میاشت او د صهیونیسټي رژیم لخوا د غزې تړانګې د مظلومو خلکو د نسل وژنې د دوام په لړ کې، امریکا چې د دغه رژیم په جنایتونو کې شریکه ده، له تل ابیب څخه د پراخ سیاسي او پوځي ملاتړ په اړه، د کورنیو او نړیوالو نیوکو د زیاتېدو په غبرګون کې، ظاهراً د غزې اوسېدونکو ته د مرستې لپاره، تبلیغاتي تدابیر نیولي، چې البته دا کار له ډېرو نیوکو سره مخ شوی دی.