د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې له پاکستانه کرکټ سیریز وګاټه
https://parstoday.ir/ps/news/sport-i130144-د_افغانستان_د_کرکټ_ملي_لوبډلې_له_پاکستانه_کرکټ_سیریز_وګاټه
په دغه لوبه کې هم د تېرې لوبې په څېر پاکستانۍ لوبډلې پچه وګټله او د توپ وهنې پرېکړه یې وکړه.
(last modified 2023-03-27T07:07:17+00:00 )
Mar 27, 2023 05:40 Asia/Kabul
  • د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې له پاکستانه کرکټ سیریز وګاټه

په دغه لوبه کې هم د تېرې لوبې په څېر پاکستانۍ لوبډلې پچه وګټله او د توپ وهنې پرېکړه یې وکړه.

دغه لوبه د متحده عربي اماراتو په شارجه کرکټ لوبغالي کې د افغانستان او پاکستان کرکټ ملي لوبډلو د د روان شل اوریز سیریز پر مهال وشوه، چې په دویم ځل هم له پاکستان څخه لوبه افغان لوبډلې وګټله.

په دغه لوبه کې هم د تېرې لوبې په څېر پاکستانۍ لوبډلې پچه وګټله او د توپ وهنې پرېکړه یې وکړه.

پاکستاني ټیم د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره افغان لوبډلې ته 131 منډې هدف وټاکه چې افغان لوبډلې وشو کولای د اوو لوبغاړو په درلودلو سره شلم اور کې یاد هدف پوره او روان سیریز په خپل نوم کړي.

د دې سیریز وروستۍ لوبه به سبا شپه اته نیمې بجې ترسره شي.