Jan 14, 2024 14:17 Asia/Kabul
  • نیوزلینډ په دویمه شل اوریزه لوبه کې هم پاکستان ته ماتې ورکړه

د نیوزلینډ او پاکستان ترمنځ د پنځه شل اوریزو لوبو سریز په دویمه لوبه کې هم کوربه لوبدلې، پاکستان ته په ۲۱ منډو ماتې ورکړه او د ۵ لوبو سریز کې یې دوه صفر برتري تر لاسه کړه.

په دغه لوبه کې د نیوزلینډ لوبډلې په ټاکل شويو شل اورونو کې میلمه پاکستان لوبډلې ته د ۱۹۵ منډو هدف وټاکه چې د پاکستان لوبډله ونه توانیده چې ټاکل شوی هدف پوره کړي او ټوله لوبډله یې په ۱۷۳ منډو وسوزیده او په ۲۱ منډو یې ماتې ومنله.

په لومړۍ شل اوریزه لوبه کې هم پاکستان له نیوزلینډ ماتې خوړلې وه.

بلخوا نن ماښام د افغانستان او هندوستان ترمنځ دویمه شل اوریزه لوبه هم ترسره کیږي.

افغانستان هم په لومړۍ شل اوریزه لوبه کې له کوربه هند څخه ماتې خوړلې وه.

 

ټیګونه