Jan 16, 2024 15:11 Asia/Kabul
  • د فیفا له لورې د لیونل میسي د غوره لوبغاړي نومولو ته د رونالډو غبرګون

د ارجنټاین ستوري فوټبالر لیونل میسي یو ځل بیا د فیفا د غوره لوبغاړي په توګه ټاکل شوی، په داسې حال کې چې رونالډو ان دویم او درېیم مقام هم ندی خپل کړی.

د فیفا له خوا د لیونل میسي د غوره لوبغاړي له نومولو لږ وروسته د پرتګال ستوري فوټبالر کریسټیانو رونالډو په ټولنیزو رسنیو کې یو پوسټ خپور کړ چې د ټولنیزو رسنیو د کارونکو په باور دغه پوسټ یې د لیونل میسي بریا ته د غبرګون په معنی دی.

کریسټیانو رونالډو په انسټاګرام کې خپل یو انځور خپرو کړی او ورسره یې لیکلي: زه به هڅه وکړم چې خپلې موخې ته ورسیږم.

د یادولو وړ ده چې لیونل میسي د دریم ځل لپاره د کال د غوره لوبغاړي جایزه وګټله.

په ټولیزه توګه د رای اچونې وروسته، د ایرلینګ هالنډ او میسي ترمنځ سیالي مساوې وه، د میسي او هالینډ پواینټونه ۴۸، ۴۸ وو، خو د فیفا د اصولو له مخې د نورو کپتانانو د ټاکنې وروسته یادې جایزې ته مسي منتخب شو.

کایلین ایمباپي د کال د غوره لوبغاړو په لیست کې د ۳۵ نمرو په لرلو سره دریم ځای خپل کړ.

 

ټیګونه