-
د ایران خارجه وزیر له ملګرو ملتونو، بریکس ډلې او شانګهای سازمان څخه د صهیونیست رژیم په ضد د سملاسي اقداماتو غوښتونکی شو
Nov 06, 2023 03:50د ایران د اسلامي جمهوریت خارجه وزیر په دریو جلا لیکونو کې د ملګرو ملتونو له سرمنشي انتونیو ګوتریش، د بریکس ډلې له بهرنیو چارو وزیرانو او د شانګهای د همکاریو د سازمان له سرمنشي څخه غوښتنه وکړه چي په غزې باندې د اسرائیل د رژیم د بریدونو د بندولو لپاره سملاسي اقدامات وکړي.
-
امریکا او د هغې ملګري د ملتونو له خپلواکۍ ویریږي
Nov 05, 2023 00:46تسنیم خبري اژانس راپور راکړی د ایران د حکومت ویاند «علي بهادري جهرمي» وویل: امریکا ، صهیونیسټ رژيم او د دوې نور ملګري هیوادونه د ملتونو له خپلواکۍ او ازادۍ ویره لري.
-
فلسطین په سیاست او میدان کښې مقابله کوي
Nov 05, 2023 02:19ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د فلسطین د حماس غورځنګ د سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه وویل د فلسطین مقاومت د میدان او د سیاست په دوو ډګرونو کښې په غزې تړانګې باندې د صهیونیسټ دښمن له تیریو سره د مقابلې په حال کښې دی.
-
د لبنان حزب الله د فلسطین د جنګ برخه دی
Nov 05, 2023 01:56فارس خبري اژانس راپور راکړی د لبنان د اسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله د مشر مرستیال شیخ نعیم قاسم له صهیونیسټ رژیم څخه په ملاتړ کولو کښې د عربو هیوادونو رول ته د خبرداري په ترڅ کښې ټینګار وکړ د غزې تړانګې پرضد جنګ باید بند شي.
-
د فلسطین مبارزانو پینځه اسرائیلي پوځيان وژلي
Nov 05, 2023 01:43شهاب خبري اژانس راپور راکړی د فلسطین د حماس غورځنګ پوځي څانګې عزالدین قسام غونډ د غزې ښار په شمال لویدیځ کښې د صهیونیسټ رژیم له یوشمیر عسکرو سره په جنګ کښې پینځه صهیونیستي پوځیان هلاک کړل او یوشمیر نور یې ژوبل کړل.
-
حماس غورځنګ په اسرائیلو راکټونه وویشتل
Nov 05, 2023 01:20ایرنا خبري اژانس راپور راکړی قدس غونډونو بیګا وویل په تل اویو کښې یې په عسقلان، اسدیروت ، نیرعام ، مقلاسیم، کفار عزه او کفار سعد سیمو باندې د راکټونو بریدونه کړي دي.
-
د ایران او د عراق خارجه وزیرانو خبرې وکړې
Nov 05, 2023 00:32ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د اسلامي جمهوریت او د عراق د بهرنیو چارو وزیرانو په ټیلي فوني تماس کښې د فلسطین د روانو بدلونونو او په غزې تړانګه کښې د نسل وژنۍ د دوام په هکله د سلامشورې په ترڅ کښې د فلسطین د خلکو په ملاتړ کولو ټینګار وکړ.
-
طوفان الاقصی ۲۹ ورځ/ په غزې باندې د صهیونیستي رژیم د بریدونو دوام او د فلسطیني مبارزینو مقاومت +ویډیو
Nov 04, 2023 08:44د غزې په ضد د صهیونیستي رژیم د جنګ ۲۹ ورځ کې هم د ښوونځیو، رغتونونو او رسنیزو مرکزونو په شمول په عامو تاسیساتو او خلګو باندې د اسرائیل د رژیم بریدونه دوام موندلي دي او د مقاومت ځواکونو په مختلفو سیمو کې له صهیونیستي دښمن سره نښته کړې ده.
-
ایران د غزې د خلکو پرضد د ظلمونو د بندیدا غوښتنه وکړه
Nov 04, 2023 01:05ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان او د بریتانیا خارجه وزیر جیمز سپینسر کلیورلې (James Spencer Cleverly) د فلسطین د غزې د بدلونونو او د ځینو دوه اړخیزه موضوعګانو په هکله خبرې وکړې.
-
امریکا بشری حقوق د جنایتکارصهیونیسټي رژیم دګټو قرباني کړی دي
Nov 03, 2023 04:09د ایران داسلامی جمهوریت د خارجه وزارت ویندوي ووئيل، امریکا او په ګوته شمیر څو هیوادونو ، ملګري ملتونه برمته کړي دی او نړیواله سوله امنیت او بشری حقوق ئې د اسرائيلو دجنایتکار او توکمپال رژیم د ګټو قرباني کړي دي .