-
پاکستان ۱۷۵ نور افغان بندیان هم خوشې کړل
Apr 23, 2025 09:57د طالبانو د کډوالو او بېرته را ستنېدونکو چارو وزارت ویلي چې، د پاکستان له بندخونو څخه تازه ۱۷۵ نور افغان بندیان خوشې او افغانستان ته ستانه شول.
-
ډونالډ ټرمپ او د پاکستان د لاس نه خوړلو کانونو لپاره د امریکا نوی پلان
Apr 21, 2025 10:28پارس ټوډې - امریکايي فارن پالیسي مجلې د پاکستان کاني سرچینو په اړه د امریکا د حکومت د تمو په تړاو راپور خپور کړی.
-
امریکايي شرکتونه د پاکستان په کانونو کې پانګونې ته لېواله دي
Apr 10, 2025 02:05د پاکستان حکومت پرون د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې امریکايي شرکتونه د دې هېواد په هغو معدني زېرمو کې پانګونې ته لېواله دي، چې د نړۍ له لویو مسو او سرو زرو زیرمو څخه ګڼل کېږي. پر دې سربېره پاکستان د لیتیمو په برخه کې هم غني دی، کوم چې د بیټرۍ جوړولو لپاره اړین دي.
-
ټي ټي پي د امریکا جوړ شوي توغندي تر لاسه کړي دي
Apr 10, 2025 01:10د رسنیو په حواله، تحریک طالبان پاکستان د امریکا جوړ «ایف جي ایم – ۱۴۸ جاولین» لارموندونکي توغندي تر لاسه کړي دي.
-
له پاکستانه د افغان کډوالو د جبري ایستلو مخالفین د دې هېواد دښمنان دي
Apr 07, 2025 10:20د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد اصف ویلي، هر هغه څوک چې د افغان کډوالو د ایستلو مخالفت کوي، د دغه هېواد دښمن دی.
-
اسلام آباد او راولپنډۍ کې پولیسو ۶۰ افغان کډوال نیولي
Apr 04, 2025 10:48پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې ناقانونه افغان کډوالو ته د بېرته ستنېدو د مهالوېش پایته رسېدو وروسته پولیسو ۶۰ تنه افغان کډوال نیولي دي.
-
د هغو افغان کډوالو پرضد قانوني اقدام کېږي چې له پاکستانه د وتلو نېټه یې نقض کړې ده
Apr 03, 2025 12:57له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو د اندېښنو په زیاتېدو سره، پاکستاني چارواکو یو ځل بیا خبرداری ورکړی چې د "اې سي سي" کارت درلودونکو افغان کډوالو او هغوی چې د استوګنې قانوني اسناد نه لري او تر اوسه په دغه هېواد کې پاتې دي، پر وړاندې به قانوني کړنې ترسره کړي.
-
په پاکستان کې په وروستۍ یوه میاشت کې ۷۳ نظامیان وژل شوي
Apr 03, 2025 12:42د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو د موسسې (PICSS) له شمېرو سره سم، د مارچ میاشتې پرمهال په پاکستان کې وسله وال بریدونه زیات شوي او تر سلو اوړي.
-
افغانستان ته د پاکستان د سوداګرۍ کچه ۶۶ سلنه کمه شوې
Apr 01, 2025 03:35د رسنیو په حواله، افغانستان ته د پاکستان ټرانزیټي سوداګري د روان مالي کال په لومړیو آتو میاشتو کې د تېر مالي کال د همدې مودې په پرتله ۶۶ سلنه کمه شوې ده.
-
د پاکستان په میلیونونو خلکو نن د اختر لمونځ ترسره کړ
Mar 31, 2025 08:22ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د شیعه او د سني په شمول د پاکستان په میلیونونو خلکو نن سهار په پراخ ډول په جوماتونو ، مذهبي ځایونو او امامباړو کښې د کوچني اختر لمونځ وکړ او د وحدت او د پیوستون د ښودلو په ترڅ کښې یې د اسلامي دنیا د اتحاد او د فلسطین د ازادۍ لپاره دعا وکړه.