-
د افغانستان په ختیځو ځنګلونو کې اور لګېدلی
Aug 31, 2023 09:57د افغانستان د نورستان ولایت سیمه ییزو چارواکو د دغه ولایت په ځنګلونو کې د اور لګېدنې خبر ورکړی.
-
افغان عالمان له ګاونډیانو سره د اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار کوي
Aug 31, 2023 09:46افغان عالمانو د کابل په غونډه کې له ګاونډیو هېوادونو سره د اقتصادي اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.
-
په کابل ښار کې ۶۲ زره امنیتي کمرې نصب شوي دي
Aug 31, 2023 07:55طالبان وايي، چې د کابل په ګډون د هېواد په نورو مهمو ښارونو کې یې ۶۲ زره امنیتي کمرې نصب کړي دي. د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع په یوه ویډیويي کليپ کې ویلي، چې د یادو امنیتي کمرو پر مټ یې ګڼشمېر جرم کوونکي نیولي دي. نور حال زموږ د همکار فضل غني حقمل په راپور کې واورئ
-
د نورستان ولایت په طبیعي ځنګلونو کې اورلګېدنې مالي زیانونه اړولي
Aug 31, 2023 07:39د نورستان ولایت د چاپېریال ساتنې ادارې مشر سرتاج الدین وایي چې دا اور لګیدنه د نورستان په ختیځ برګمټال ولسوالۍ اړوند د نیک موک په سیمه کې رامنځته شوې، چې تر دې مهاله د نوموړي په وینا، شپیته جریبه ځنګل سوځېدلی دی. نور حال زموږ د همکار محمد آصف شینواري په راپور کې واورئ.
-
د افغانستان حکومت د پاکستان ځینې ترهګر نیولي دي
Aug 31, 2023 01:59زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان د بهرنیو چارو موقته وزیر جلیل عباس جیلاني پرون وویل چې د افغانستان د طالبانو حکومت په پاکستان کښې د ځینو ترهګرو حملو مسوول کسان نیولي دي او د اسلام اباد چارواکي ېې له دغه خبرې خبر کړي دي.
-
د چین شارډز افیر د افغانستان حالات ښه وبلل
Aug 31, 2023 01:26تسنیم خبري اژانس راپور راکړی په افغانستان کښې د چین شارډز افیر ژائو هاین» د هیواد په اوسنیو حالاتو غور وکړ.
-
د پنجشنبه ورځ په افغانستان کې رخصتي نه ده
Aug 31, 2023 01:15زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند سمیع الله ابراهیمي وايي، چې د مشرتابه د حکم پر اساس پنجشنبه د سنبلې ۹ مه رسمي رخصتي نه ده.
-
له ایرانه هره ورځ۱۲۰۰ افغانان هیواد ته ستنیږي
Aug 31, 2023 01:09تسنیم خبري اژانس راپور راکړی د افغانستان د طالبانو د حکومت د مهاجرینو وزارت وویل هره ورځ په متوسط ډول د افغانستان دولس سوه پناه غواړي له ایران څخه خپل هیواد ته ستنیږي.
-
نیواکګرانو په افغانستان کښې زیات جنایتونه کړي دي
Aug 31, 2023 00:56زمونږ خبریال راپور راکړی د طالبانو د حکومت د کابینې مشر له هیواده د امریکا د عسکرو د وتلو د دوهمې کلیزې په درشل کښې وویل افغانستان د نیواکګرانو لخوا زیات جنایتونه زغملي دي.
-
د ایران کرمان ولایت د حسیني اربعین د زیارتوالو کوربه دی
Aug 31, 2023 00:43زمونږ خبریال راپور راکړی له ګاونډیو هیوادونو د ایران خاورې ته د حسیني اربعین د زیارتوالو د شمیر په زیاتیدا سره د ایران کرمان ولایت د خارجي زیارتوالو کوربه دی.