-
د امريکې خارجه وزير: د يورينيمو پخول د ايران لپاره مناسب نه دي
May 26, 2018 01:34د امريکې خارجه وزير يو ځل بيا په خپلو مداخلت لټونکو څرګندونو کښې د دې په ويلو سره چې هېواد يې د اېټمي مواد توليد يا د يورينيمو پخول د ايران لپاره مناسب نه بولي وويل: که ايران د اېټمي ټيکنالوجۍ په لټه کښې وي نو پکار دي هغه وارد کړي.
-
روحاني: د امريکي رژيم د چارواکو خبرې د ايران لپاره څه نوې نه دي
May 24, 2018 01:03د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر د روژې مبارکه مياشت د الهي رحمت او د مقاومت مياشت وبلله او وې ويل: د تېرو څلوېښتو کلونو په دوران کښې خلقو خپل آمائشونه په ښه ډول تېر کړي دي او په ټولو لوړو ژورو کښې يې له نظام، انقلاب او ملي ګټو څخه دفاع وکړه.
-
بروجردی :له ایټمی موافقې په وتلو کې د امریکا اقدام محکوم دی
May 24, 2018 08:26علاالدین بروجردی نن د امریکا د خارجه وزیر د څرګندونو او ایران لپاره د دغه هیواد د دولسو شرطونو په غبرګون کی زیاته کړه مایک پمپیو د بهرنی سیاست له الف ، ب سره هم بلد ندې او خبرې یې تش چټیات دی .
-
معظم رهبر: که اروپايان کوتاهي وکړي نو د اېټمي فعاليتو د شروع کولو لپاره د ايران حق محفوظ دے
May 24, 2018 00:33د اسلامي انقلاب معظم رهبر پرون مازيګر د نظام د يو شمېر چاراواکو او کارګزارانو په کتنه کښې د ايران له اسلامي جمهوري نظام او ملت سره د امريکې بنيادي، ژورې او دوامدارې دښمنۍ ته په اشارې سره تاکيد وکړ: د مسئولانو د دندو د ادا کولو په صورت کښې به په وروستۍ ماجرا کښې د امريکې ماتې قطعي او بې له شکه وي.
-
د ټرمپ حکومت د ایران په وړاندې د ناممکنو په ارمان
May 22, 2018 09:29د امریکې خارجه وزیر مایک پمپئو د وروستیو کلونو په اوږدو کښې د دغه هیواد د خارجه وزیرانو په یوې ډیرې له سپکاوي ډکې وینا کښې د ایران په ولس بې بنیاده تورونه ولګول.
-
د امریکا او اروپا اړیکی ورځ په ورځ خرابیږی
May 20, 2018 11:10واشنګټن پوسټ له ایټمی موافقې د امریکا وتلو ته په اشارې سره لیکی د ټرمپ دغه اقدام د اطلس سمندر د دواړو لورو هیوادونو اړیکی په تیرو لسیزو کې تر ټولو ټیټې سویې ته رسولی دی .
-
ډاکټر ولایتی :له اروپا باید جدی تضمین ترلاسه کړی شی
May 20, 2018 10:53له بده مرغه د اروپای اتحادیې ځینې غړی د ایټمی موافقې په اړه متناقض دریځونه غوره کوی چی د اروپایی چارواکو په خبرو کې دا تناقضات شک راپارونکی دی ، په همدې دلیل د ایران د خبرواترو کونکی ټیم باید ضروری ضمانتونه ترلاسه کړی شی .
-
د ایران د تیلو وزیر وویل: د اروپا پیغام د برجام ساتنه ده
May 19, 2018 14:12د ایران د تیلو وزیر بیژن نامدار زنګنه تهران ته د اروپايي اتحادیې د پیغام د انتقال خبر ورکړ او ویې ویل: د دغې اتحادیې سیاسي اراده د برجام ساتنه ده.
-
له برجامه د امریکې په وتنې سره هیڅ کار نه دی ځنډیدلی
May 19, 2018 12:18د ایران د ایټمي انرجۍ د ادارې ویاند بهروز کمالوندي له ایران سره په ملګرتیا کښې د چټکتیا لپاره د اروپايي پلاوي د ټینګار خبر ورکړ او ویې ویل: د برجام (ایټمي موافقې) د دوام په لړ کښې له اروپایانو سره کار پر مخ روان دی او له دې موافقې د امریکې د وتلو په وجه هیڅ کار نه دی ځنډیدلی.
-
د بروکسل غونډې ډیر مهم سیاسي پيغام درلود
May 16, 2018 10:05د ایران خارجه وزیر د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست د مسئولې او د بریطانیې، جرمني او فرانسې هیوادونو د خارجه وزیرانو په شتون سره د بروکسل د غونډې نتیجه د یو مهم سیاسي پیغام لرونکې وبلله.