-
پاکستان او افغانستان تجارت نور هم زیاتوي
Sep 02, 2022 07:20زمونږ خبریال وايي د پاکستان او د افغانستان چارواکي د تجارت د پیاوړي کولو لپاره د غږمله هڅو په هکله موافقې ته ورسیدل.
-
د اوکراین جنګ زر پاې ته رسیږي
Sep 02, 2022 07:10زمونږ خبریال راپور راکړی د بیلاروس ولسمشر لوکاشنکو په دې خبرې سره چې اوکراین له تفرقې سره مخ شوی او د ولسمشر ولودیمیر زلنسکي او پوځ ترمینځ درز رامینځته شوی دی اټکل وکړ په اوکراین کښې به جنګ زر پاې ته ورسیږي.
-
د پاکستان د پاره چنار سیمې شاعر روشن علي بنګش وفات شو
Sep 01, 2022 01:42زمونږ خبریال وايي په ډیرې خواشینۍ سره مو دغه خبر ترلاسه کړی دی چې د پاکستان د کرمې ضلعې د پاره چنار د شلوزان کلي مشهور شاعر روشن علي بنګش چې د ډاکټر ګل علي ، د کیپټن زینت علي او د ګلشن علي ورور دی نن وفات شوی دی.
-
سعودي عربستان یوه میرمنه ۴۵ کاله زنداني کړه
Sep 01, 2022 01:28رویټرز خبري اژانس وايي د بشري حقوقو یوې ډلې خبر ورکړ چې په سعودي عربستان کښې د فعالانو او د متفکرانو د ځپلو په یوه نوي مورد کښې یوه میرمنه په ټولنیزو رسنیو کښې د خپلو نظرونو د بیانولو په تور پینځه څلویښت کاله په بند محکومه شوه.
-
د عراق سیاسي ګوندونه باید چپتیا غوره کړي
Sep 01, 2022 00:56زمونږ خبریال وايي په عراق کښې د سیاسي اختلافاتو له زیاتیدا وروسته د الفتح ائتلاف مشر هادي العامري حسیني اربعین نږدې کیدا ته په اشارې سره د هیواد له ټولو سیاسي ګوندونو او رسنیو وغوښتل چې د حسیني اربعین په ورځو کښې چپ کیني.
-
د کاناډا استخباراتي ادارې سوریې ته انجلۍ قاچاق کولې
Sep 01, 2022 00:27د انګلستان رسنیو ایشوا کړه چې لندن سوریې ته د انجلیو د قاچاق کولو لپاره له داعش سره د کاناډا د استخباراتي ادارې د یوه چارواکي له ملګرتیا خبر و.
-
د بحرین ال خلیفه رژیم له خلکو سره جنایت کړی
Aug 31, 2022 10:09زمونږ خبریال وايي د بحرین د اسلامي غورځنګ مشر ایت الله شیخ عیسی قاسم په منامې کښې د یهود میشته سیمې د جوړولو لپاره د ال خلیفه رژیم په فیصلې نیوکه وکړه او ویې ویل د ال خلیفه رژیم دغه اقدام د بحرین له خلکو سره ښکاره ظلم او جنایت دی.
-
د ملګروملتونو سرمنشي پاکستان ته ورځي
Aug 31, 2022 09:55زمونږ خبریال وايي د ملګروملتونو سرمنشي انټونیو ګوټریش راتلونکي اونۍ په پاکستان کښې د بې ساري سیلاب له وژل شویو کسانو سره د پیوستون د څرګندولو لپاره اسلام اباد ته ورځي.
-
د تاوتریخوالي ختمیدل د سیاسي کړکیچ ختمیدل نه دي
Aug 31, 2022 08:15زمونږ خبریال وايي د عراق ولسمشر برهم صالح د اعتراضونو له ختمیدا وروسته د هیواد بدلونونو ته په غبرګون کښې وویل د تاوتریخوالي ختمیدل د سیاسي کړکیچ د ختمیدا په معنا نه دی او په حکومتي نظام کښې یو ژور کړکیچ شته.
-
د سیمې امنیت د سیمې هیوادونه تامینولای شي
Aug 31, 2022 07:57زمونږ خبریال وايي د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ د غږملونکي مرستیال ټینګار وکړ د هندوستان او د ایران په شان د قدرتمنو هیوادونو په شمول د سیمې هیوادونه د منطقې او سیمې امنیت تامینولای شي او له سیمې د ورهاخو هیوادونو شتون ته هیڅ ضرورت نشته.