د سیمې امنیت د سیمې هیوادونه تامینولای شي
زمونږ خبریال وايي د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ د غږملونکي مرستیال ټینګار وکړ د هندوستان او د ایران په شان د قدرتمنو هیوادونو په شمول د سیمې هیوادونه د منطقې او سیمې امنیت تامینولای شي او له سیمې د ورهاخو هیوادونو شتون ته هیڅ ضرورت نشته.
د ایران د پوځ د غږملونکي مرستیال امیر البحر حبیب الله سیاري د هندوستان د ملي دفاع پوهنتون له راغلي پلاوي سره په کتنې کښې وویل نوی ډیلی او تهران کولای شي له سمندري ترهګرۍ او سمندري غلا او سمندري قاچاق سره د مقابلې او له سیمې د ورهاخوا قدرتونو له نفوذ سره په مقابلې کولو او د انرژۍ د امنیت او د نورو موردونو په شان برخو کښې دوه اړخیزه ملګرتیاوې پراخې کړي.
د ایران د پوځ غږملونکي حبیب الله سیاري وویل مونږ د سیمې د پوځي کولو مخالف یوو او د سیمې امنیت د ایران او د هند په شان د سترو قدرتونو په شمول د سیمې هیوادونه په خپله تامینولای شي او له سیمې د ورهاخوا هیوادونو شتون ته ضرورت نشته.
په دغه کتنه کښې د هندوستان د ملي دفاع پوهنتون د استول شوي پلاوي سرپرست برید جنرال رادش موقه هم وویل د هندوستان خلک د ایران د اسلامي جمهوریت په هکله مثبت نظر لري.