د بحرین ال خلیفه رژیم له خلکو سره جنایت کړی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i120402-د_بحرین_ال_خلیفه_رژیم_له_خلکو_سره_جنایت_کړی
زمونږ خبریال وايي د بحرین د اسلامي غورځنګ مشر ایت الله شیخ عیسی قاسم په منامې کښې د یهود میشته سیمې د جوړولو لپاره د ال خلیفه رژیم په فیصلې نیوکه وکړه او ویې ویل د ال خلیفه رژیم دغه اقدام د بحرین له خلکو سره ښکاره ظلم او جنایت دی.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Aug 31, 2022 14:39 Asia/Kabul
  • د بحرین ال خلیفه رژیم له خلکو سره جنایت کړی

زمونږ خبریال وايي د بحرین د اسلامي غورځنګ مشر ایت الله شیخ عیسی قاسم په منامې کښې د یهود میشته سیمې د جوړولو لپاره د ال خلیفه رژیم په فیصلې نیوکه وکړه او ویې ویل د ال خلیفه رژیم دغه اقدام د بحرین له خلکو سره ښکاره ظلم او جنایت دی.

ایت الله شیخ عیسی قاسم تینګار وکړ په منامې کښې د یهودي ښارګي جوړول د ملي ، اسلامي او د عربي هویت بدلول  او دغه راز د وطن د تاریخ د تحریفول او د بحرین د اصلي ښاریزو د اصالت د سندونو او د نښو له مینځه وړل او د ال خلفه رژیم د داخلي سیاست په ملګرتیا سره د صهیونیسټ نیواکګرانو پرمخ د دروازو خلاصول دي.

بحرین له ۲۰۱۱ میلادي کال راهسې د ال خلیفه رژیم پرضد د خلکو د اعتراضونو او انقلاب کتونکی دی.

د بحرین خلک د ازادۍ، د عدالت د ټینګیدا او د توپیر د ختمیدا او په هیواد کښې د منتخب حکومت واک ته د رسیدا غوښتونکي دي.