-
کرزے: په جومات حمله د «صلحې د دښمنانو» کار دے
Oct 19, 2019 12:20د افغانستان پخواني ولسمشر «حامد کرزی» وويل، په نمونځګزارو برید د بهرنیو کړیو او د صلحې او ثبات د دښمنانو کار دے.
-
په افغانستان کښې په نمونځګزارو د ترهه ګريزې حملې غندنه دوام لري
Oct 19, 2019 10:23د افغانستان په ننګرهار کښې په يو جومات د ترهه ګريزې حملې د غندنې په دوام کښې د دغه هېواد د شيعه علماو شورا په نمونځګزارو دغه خونړۍ حمله يو بوږنونکے او نه معاف کېدونکے جنايت وبلۀ.
-
د سورئې بحران په پوځی اقداماتو سره نه حل کیږی
Oct 19, 2019 03:13محمد جواد ظریف یو ځل بیا دترکیې چارواکو ته سپارښتنه کړې ، د سرحدی شخړو او ترینګلتیاؤ دحل لپاره د سورئې او ترکیې ترمینځ د آدانا شوی موافقه حل لاره ده او باید دواړه هیوادونه په مشورې او خبرواترو سره شخړه حل کاندی ،ځکه پوځی اقدامات د یوې مسئلې هم حل نشی کیدلی .
-
ترکیه د داعش د احیاء کولو مسئوله ده
Oct 19, 2019 02:33له دې سره په یووخت د ترکیې او امریکا ولسمشر انو رجب طیب اردوغان او ډونالډ ټرمپ چې په سورئې د ترکیې له حملې څو ساعته مخکې ئې هم ټیلفونی خبرې کړې وې بیا په ټیلیفونی تماس کې په سیمې کې د سولې ، امنیت اوثبات د ټینګولو لپاره د ګډو هلوځلو پر دوام ټینګار کړی دی .
-
ميدان وردګ کښې د عامه وګړو د وژلې په غبرګون لاريون باندې ډزې اوشوې
Oct 18, 2019 02:39د افغانستان ميدان وردګ ولايت په نرخ ولسوالۍ کښې وړمه شپه د امريکې په مشرۍ د بهرنيو ځواکونو او افغان ځواکونو په ګډو شپنيو عملياتو او هوايي بريد کښې د شپږ تنو عامه وګړو د وژلې په غبرګون لاريون باندې امنيتي ځواکونو ډزې کړې او پنځه تنه ملکي وګړي يې ژوبل کړي دي.
-
د روسيې، عراق او سوريې له خارجه وزيرانو سره د ظريف ټيلفوني خبرې
Oct 18, 2019 01:12محمد جواد ظريف پرون مازيګر د عراق، روسيې او سوريې له خارجه وزيرانو سره په بيله بيلو ټيلفوني تماسونو کښې د سيمې د بدلونونو په خاصه توګه د سوريې د شمال د حالاتو په اړه خبرې اترې او د نظر تبادله وکړه.
-
د ایران په تیلی کشتۍحمله د یوۀ یا څو حکومتونو په وسیله شوې ده
Oct 15, 2019 11:37هغه څه چې مسلم دی،یو رژیم دغه کار د ځینو هیوادونو په مرستې سره کړی دی او هر هیواد چې دغه کار ئې کړی وی،باید د هغو دنتیجو په تمه دې هم ووسی .
-
د ترکیې الوتکو نهه کسان وژلی دی
Oct 14, 2019 03:04زمونږ خبریال وایی کردی سرچینو دسوریې په شمال کښې د بهرنیو خبریالانو او د ملکی خلکو په کاروان د ترکیې د هوایی برید خبر ورکړ چې له کبله یې کابو نهه (۹) کسان وژل شوی دی .
-
بورکینافاسو کښې په یو جومات باندې حمله کښې ۱۶ تنه مړه شول
Oct 13, 2019 04:07د بورکینافاسو امنیتي چارواکو وویل چې شپاړس کسان په دغه هیواد کښې په یو جومات باندې په وسله واله حمله کښې وژل شوې دي.
-
شمخاني: په نړيوالو سمندري لارو کښې شرارت به بې ځوابه پاتې نه شي
Oct 12, 2019 10:50د ايران د ملي امنيت د عالي شورا سېکتر په بحيره احمر کښې په ايراني تېل اوړنکې کيشتۍ باندې د حملې په ردعمل کښې وويل، په نړيوالو سمندري لارو کښې سمندري ډاکه او شرارت به بې ځوابه پاتې نه شي.