-
ننګرهار کښې د مائن په چاودنه کښې یو دینی عالم ووژل شو
Mar 28, 2020 11:20د ننګرهار د والی ویاند وایي نن له غرمي وروسته د ننګرهار ولایت د لالپورې په ولسوالۍ کښې د مقناطیسی ماین د چاودنې له امله دیني عالم مولوي شیدا او زوی یی ووژل شول او دوه تنه نورژوبل شول.
-
د طالبانو په حمله کښې لس افغان فوځيان ووژل شول
Mar 28, 2020 08:29د بدخشان د ولايتي شورا غړي په دغه ولايت کښې د طالب ځواکونو په حمله کښې د دولسو تنو د وژل کېدو خبر ورکړ.
-
د ايران دفاعي او مخنيونکے قوت لا مضبوط شوے دے
Mar 27, 2020 08:44د ايران د دفاع وزير وويل: د ايران دفاعي او مخنيونکے قوت چې دښمنانو غوښتل له مشکل سره يې مخامخ کړي يو ځل بيا ساتل شوے او لا مضبوط شوے دے.
-
ايران له ترهه ګرۍ او تندلاريتوب سره په مبارزه کښې د افغانستان ترڅنګه ټينګ ولاتړ دے
Mar 26, 2020 01:15د ايران د خارجه وزارت وياند په کابل کښې د سېکانو په يو مذهبي ځاے د ترهه ګريزې حملې په غندلو سره چې په لسګونو کسان پکښې مړۀ او ژوبل شول تاکيد وکړ، ايران له ترهه ګرۍ او تندلاريتوب سره په مبارزه کښې د افغانستان ترڅنګه ټينګ ولاړ دے.
-
په کاپیسا کښې اوو سیمه ایزو پولیسو ته مرګ ژوبله واوښته
Mar 21, 2020 12:55د افغانستان د کاپیسا ولایت سیمه ییز چارواکي په دغه ولایت کې د وسله والو طالبانو په برید کې د څلورو سیمه ییزو پولیسو د وژل کېدو او دریو نورو د زخمي کېدو خبر ورکوي.
-
د یمن دافع هوا د عربستان الوتکې تیښتې ته اړ کړې
Mar 20, 2020 02:16فارس خبري اژانس وايي د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند یحیی سریع پرون د سعودي عربستان د تیریګر ائتلاف له څو جنګي الوتکو سره د هیواد د دافع هوا سیسټم د مقابلې خبر ورکړ .
-
له طالبانو سره د موافقه لیک په میاشت کښې امریکې په افغانستان ۳۶۰ بمونه غورځولي دي
Mar 18, 2020 04:12له امریکې څخه خپرېدونکې «ائېر فورس مجلې» لیکلي، چې امريکې په هغه میاشت کښې چې له طالب ډلې سره یې موافقه ليک لاسلیک کوۀ، د افغانستان په خاروه ۳۶۰ بمونه غورځولي دي.
-
د بغداد په "الخضرا" سيمه راکټي حمله اوشوه
Mar 18, 2020 02:18خبري سرچينو بېګا د عراق د پائتخت بغداد په الخضراء سيمه د څو راکټونو د لګېدو خبر ورکړ.
-
په قندهار کښې یوپولیس ۴ نورپولیس په ډزو ووژل
Mar 16, 2020 03:59د سیمه ایزو پولیسو یو سرتیري د قندهار ولایت په «ژړۍ» ولسوالۍ کښې په یو خپل مینځي برید کښې څلور پولیس په ډزو ووژل.
-
طالبانو د داعش د ځپلو ادعا وکړه
Mar 16, 2020 02:13طالب ډلې ادعا وړکړه د افغانستان په شمالي او ختيځي سيمو کښې يې داعش ترهه ګره ډله ځپلې ده.