د ايران دفاعي او مخنيونکے قوت لا مضبوط شوے دے
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i88912-د_ايران_دفاعي_او_مخنيونکے_قوت_لا_مضبوط_شوے_دے
د ايران د دفاع وزير وويل: د ايران دفاعي او مخنيونکے قوت چې دښمنانو غوښتل له مشکل سره يې مخامخ کړي يو ځل بيا ساتل شوے او لا مضبوط شوے دے.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 27, 2020 08:44 Asia/Kabul
  • د ايران دفاعي او مخنيونکے قوت لا مضبوط شوے دے

د ايران د دفاع وزير وويل: د ايران دفاعي او مخنيونکے قوت چې دښمنانو غوښتل له مشکل سره يې مخامخ کړي يو ځل بيا ساتل شوے او لا مضبوط شوے دے.

جنرل امير حاتمي د دې په بيانولو سره چې په تېر کال کښې د ايرن د دفاع د وزارت کوشش د سخت قوت د تګلارې ساتنه او لا مضبوطونه وه زياته کړه، دښمنانو د ايران د اسلامي جمهوريت د ناامنولو کوشش کوۀ خو د جنګياليو په مېړانې او د نښه ويشتونکو توغنديو او دقيقو ډرون الوتکو په توان او قوت باندې په تکيې سره د ايران د دفاع وزارت دښمنانو ته غاښ ماتونکے ځواب ورکړ.

د ايران د دفاع وزير همدارنګ په روان ۹۹ هجري نمريز کال کښې د سمندري ځواک د څو مهمو ايجاداتو خبر ورکړ او وې ويل، يوه دنا نومې سمندري جنګي بېړۍ او يو مائن ښکارکونکې بېړۍ د ايران د فوځي سمندري ځواک ته سپارل کيږي.

هغه همدارنګ دا خبره په ګوته کړه چې د جنرل قاسم سليماني او ابومهدي مهندس او د هغوي د ملګرو شهادت د هر ايراني زړۀ اودردوۀ، که څه هم له عملياتي لحاظه يې د څه ارزښت نه لرۀ خو د دښمانو مقصد د ايران د اسلامي جمهوريت د قوت له مشکل سره مخامخ کول وو چې د ټولو قواو د معظم قوماندان په تدبير سره په عراق کښې د امريکائي فوځيانو عين الاسد اډه ويجاړه کړې شوه او دښمنانو ته غاښ ماتونکے ځواب ورکړے شو.