-
د طالبانو له لیکو یو زر نهه سوه کسان ویستل شوي
Dec 25, 2021 01:45هغه غرضي کسان او د پخواني حکومت پاتې کړۍ به ونیول او ورسره به سخت چلند وشي ، چې تاجران زوروي ، شتمن او دهغو شتمنۍ له هیواده بهر ته تښتې ته مجبوروي او دحکومت او ولس ترمینځ په واټن رامینځةکولو پسې دي .
-
له اسلام سره د مقابلې دبهیرپه ضد دپوتین دریځ دهرکلی وړدی
Dec 25, 2021 01:27عمران خان ووئيل ، مونږ مسلمانان په تیره بیا داسلامی هیوادونو واکوالان باید له اسلام سره دډغره وهونکي بهیر سره دمقابلې لپاره دغه پیغام دغیر اسلامی هیوادونو واکوالانو ته مخابیره کړو .
-
د حضرت عیسی نیکمرغه زوکړه د انسان دوستۍ د یادونې لپاره یوفرصت دی
Dec 24, 2021 12:48د تهران ریډیو درست کارکونکي هم په دې مناسبت د نړۍ پتمنو او دحضرت عیسی مسیح پیروکارو ته دزړه له کومې مبارکي وائي .
-
په پیامبراعظم(ص)نومې مانورې کې په یوځاي ۱۶کروزتوغندوي وتوغول شول
Dec 24, 2021 12:28پیامبر اعظم (ص)۱۷نومې پنځه ورځنۍ مانوره ، دتیرې دوشنبې په ورځې د فارس خلیج او هرمز تنګي په سواحلو کې او د هرمزګان ، بوهشر او خوزستان ولایتونو په عمومي سیمې کې د سپاه پاسدارانو د مځکني ، هوائي او سمندري ځواکونو او همداراز د ایران دبسیج ولسی ځواک یو شمیر کنډکونو په شتون سره ترسره شوه ..
-
د افغانستان په باب د لویدیځ د دسیسې په باب د ملایشیا خبرداری
Dec 24, 2021 11:59د ملایشیا خارجه وزیر د اسلامی ملګرتیاموسیسې له غړو څخه غوښته کړې ، چې له طالبانو سره دملګرتیا په باب دې خپله خپلواکه فیصله وکړي او د لویدیځ دګټو دتامین په تمه دې ونه ووسي چې مجبوره شئ د افغانستان له بدلونونو سره په لوبې کې له امریکا سره ملګري شئ .
-
د ایران اسلامی نظام د سیمې امنیت زیات کړی دی
Dec 24, 2021 11:12د تهران د جمعې لمانځه خطیب ، د دفاعي نظام ترڅنګ د مالی تامین د نظام اهمیّت د حکمرانۍ لپاره له اقتدار سره یو ځای وباله او وې وئيل ،له تل پاتې او ډاډمنو مالی سرچینو او د امنیت څوکو ته له رسیدا پرته،د نیکمرغۍ په لور د ټولنې د حرکت لاره نشي هواریدلی .
-
د اسلام د پیغمبر(ص) سپکاوی دبیان آزادي نه ده
Dec 24, 2021 10:17د روسیې ولسمشر هرکال په هغه خبری کنفرانس کې چې کریسمس دستورو څخه مخکې ترسره کیږي ،دمختلفو موضوعګانو په باب خپلې لیدتوګې بیانوي .
-
نړیوله ټولنه دې له طالبانو سره ملګرتیاوکړي
Dec 24, 2021 08:33حامد کرزی روښانه کړې ،حقیقت دا دی چې طالبان دم ګړۍ د افغانستان واقعي چارواکي دي ، پر دې اساس دوي (د نړۍ مشران) باید له دغې ډلې سره ملګرتیا وکړي ، څو دافغانستان له ولس سره مرسته وشي .
-
د پاکستان حکومت نیول شوي کابو ۴۰ افغانان طالبانو ته وسپارل
Dec 24, 2021 08:07افغانستان دننګرهار ولایت ځاي چارواکو وئیلي دي ،دغه بندیان دتورخم په ښار کې طالب چارواکو ته سپارل شوي او دوي هم له پلټنو وروسته خپلو کورنیو ته استول شوي دي .
-
هیچا ته دافغانستان په خاوره کې د لاسوهنې حق نه ورکوو
Dec 24, 2021 08:03د طالبانو لوی درستیز وروسته له هغې په لالپورې ولسوالۍ کې په صفري نقطه کې د طالبانوله امنیتی پوستو لیدنه کوي چې تازه دغلته د پاکستانی ځواکونواو دننګرهار ولایت د استخباراتو د ځانګړو ځواکونو تر مینځ لفظی شخړه رامنځته شوې او دطالبانو د استخباراتو ځانګړو ځواکونو هغه اغزن تار او نور وسایل چې ددغو ځواکونو پر وینا پاکستان دډیورند پولې لورې ته دنورو سیمو دلاندې کولو په موخه راوړي و له ځان سره راوړل .