په افغانستان کښې د داعش بل پاکستانی غړي وژل شوی
زمونږ خبریال وايي د پاکستان رسنیو د افغانستان په پنجشیر سیمه کښې د خپل هیواد د یوه(۱) ښاریز چې د داعش ترهګرې ډلې مهم غړی دی د وژل کیدا خبر ورکړ .
«دین محمد» چې مستعار نوم یې« زولفان» دی او د پاکستان د خیبر سیمې وسیدونکی دی له داعش ډلې سره یوځاې کیدا مخکې د تحریک طالبان ترهګرې ډلې غړی و او هغه د پاکستان د پوځ او د ملکي وګړو پرضد ډیرو حملو کښې لاس لرلی دی .
د پاکستان «نیشن» ورځپاڼې راپور ورکړ د داعش ډلې دغه پاکستانی جنګیالی د افغانستان د پخواني ولسمشر اشرف غني د حکومت له نسکوریدا وروسته پنچشیر ولایت ته وتښتید او د داعش ډلې په څنګ کښې یې فعالیت درلود .
د زولفان وژله په افغانستان کښې د داعش د پاکستاني سرغنې له وژل کیدا وروسته دوهم (۲) ستر بدلون ګڼل کیږي کوم چې په دغه ګاونډي هیواد کښې د داعشیانو د زیات شتون ښودنه کوي .
څه موده مخکې د پاکستان رسمي سرچینو وویل چې د داعش ترهګرې ډلې پاکستانی مشر اسلم فاروقي د افغانستان په شمال کښې وژل شوی دی .
د داعش ډلې دغه مشر په تیرې اپریل میاشت کښې د افغانستان امنیتي ځواکونو نیولی و او د پاکستان حکومت د کابل له حکومته د هغه د ورسپارلو غوښتنه کړي وه .