-
په پاکستان کې د اسلام د ګران پیغمبر داهل بیت(ع)د ویر او ماتم میاشت
Jul 10, 2024 10:19پارس ټوډې – د پاکستان لومړي وزیر او ولسمشر د عاشورا د واقعې په درنښت سره په جلاجلا پیغامونو کې،پر الهی آرمانونو او دحضرت امام حسین علیه السلام د پاڅون پر اخلاقي ځانګړنو ټينګار وکړ.
-
افغانستان ته د ایران غیر تیلی صادرات تر ۳۱فیصدو پورې زیات شول
Jul 09, 2024 02:43په افغانستان کې د ایران د اسلامی جمهوریت د سفارت تجارتي سلایار افغانستان ته د ایران د غیر تیلي صادراتو د اندازې تر یو دیرش فیصدو پورې د زیاتیدا خبر ورکړ.
-
پاکستان له ایران سره د هراړخیزو اړیکو پیاوړتیا ته ژمن دی
Jul 09, 2024 02:40د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د ایران د اسلامی جمهوریت نوی ولسمشر مسعود پزشکیان سره په ټيلیفوني تماس کې له تهران سره د هراړخیزو مناسباتو د پراختیا لپار د اسلام اباد پر چمتووالی ټينګار وکړ او وې وئيل، پاکستان ته د خداي بخښلي ابراهیم ریئسي په سفر کې ددواړو هیوادونو شوي موافقې د دوه اړخیز ګټه ور مشارکت لپاره ډيرې ښې دي.
-
ایران او روسیه خپلې اړیکې نوره هم پراخوي
Jul 09, 2024 01:29د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د ایران د اسلامی جمهوریت له نوی ټاکل شوي ولسمشر مسعود پزشکیان سره په ټیلیفوني تماس کې د تهران –ماسکو د مناسباتو د پراختیا په باب خبرې اترې وکړې.
-
د افغانستان بامیان د سیلانیّانو لپاره د امن ځاي دی
Jul 09, 2024 01:19د افغانستان په مرکز کې د بامیان والي اعلان کړی چې دغه ولایت د داخلی او بهرنیو سیلانیانو یا ټوریسټانو لپاره کرار او له ثباته ډک ځاي دی.
-
امام خامنه اي د یوه ولسمشر لپاره څه خانګړنې خوښوي؟
Jul 08, 2024 10:01پارس ټوډې – د ا سلامی انقلاب ستر لارښود د تیرې یکشنبې په ورخې د ایران د اسلامی جمهوریت د دیارلسم حکومت د کابینې له غړو سره په کتنې کې د ولس د مختلفو وګړو مشکلاتو د حل لپاره بې ځنډه هڅه،د داخلی توانمنیو په ژورتیا د اعتقاد،ددیني اوانقلابی دریځونو په اعلانولو کې د جوَتوَالي، د نه ستړیکیدا، نه ناامید کیدا،په بهرني سیاست کې د عزت او تعامل درعایتولو، د لورو پروژو داجرا د اهتمام،د تواضع، تقوا، معنویّت ، ذکر او توسل لپاره هڅه د خداي بخښلي شهید ابراهیم ریئسي د کاري او شخصي غوره توب ځانګړنې وبللې.
-
ایران د لیډن پوهنتون په درجه بندۍ کې له ترکیې او عربستانه لوړ دی
Jul 08, 2024 11:13پارس ټوډې – په ۲۰۲۴کال کې ددنیا د برلاسه پوهنتونونو د رتبه بندۍ په اساس،د ایران اسلامی جمهوریت د اسلامی هیوادونو په سر کې دی.
-
پاپ صیب!مشکل باندې ټول پوهیږو،په دیني شجاعت سره عاملان وښایه
Jul 08, 2024 10:27پارس ټوډې – د نړۍ د کاتولیکانو رهبر په دې اند دی چې په نړۍ کې د ډیموکراسۍ وضعیّت ښه نه دی، هغۀ البته دهغو عاملانو ته کومه اشاره نه کوي.
-
د پاکستان او امریکا ګډه دوه اونیزه پوځي مانوره پیل شوه
Jul 03, 2024 12:28د پاکستان د پوځ په دغې اعلامیې کې راغلي دي ،د پوځي یونټ په سویه د ترهه ګرۍ له ګواښ سره په جنګ کې د تاکتیکي مهارتونو د مبادلې او له ترهه ګرۍ سره د مبارزې په حوزې کې د ۲۰۲۴ کال امریکا –پاکستان دوه اړخیزه ګډه او دوه اونیزه مانوره یا مشقونه پیل شوي دي.
-
په قزاقستان کې د شاهنګهائي ملګرتیا موسیسې سرمشریزه
Jul 03, 2024 10:54د قزاقستان پلازمینه آستانه ښار په داسې حال کې د شانګهائي ملګرتیاؤ موسیسې د دوه ورځنۍ سرمشریزې کوربه دی چې دغه موسیسه د یوې سیمه ایزې بریالۍ موسیسې په توګه په مطرح کیدا کې د پام وړ کارنامه لري.