-
د عراق او سوریې لپاره د داعش ډلې مشر ووژل شو
Mar 15, 2025 03:05پارس ټوډې - د عراق لومړی وزیر محمد شیاع السوډاني وايي چې په ابو خدیجه مشهور د عراق او سوریې لپاره د داعش ډلې مشر عبدالله مکي مصلحالرفیعي د دغه هېواد د امنیتي ځواکونو لهخوا وژل شوی دی.
-
د وسله والو ځواکونو دنده د هېواد له امنیت څخه دفاع ده
Mar 14, 2025 02:21پارس ټوډې – د ایران د وسله والو ځواکونو عمومي قوماندان وویل چې د اسلامي جمهوري حکومت د وسله والو ځواکونو اصلي دنده د هېواد له امنیت څخه دفاع ده.
-
هره هڅه چې ایران ناعادلانه تړون ته اړ کړي، له ماتې سره مخ ده
Mar 13, 2025 09:16پارس ټوډې - په ملګرو ملتونو کې د ایران استازي د امنیت شورا غیرعلني غونډه د ایران او د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې ترمنځ د مثبت او روان تعامل په بهیر کې یوه ناوړه مداخله وګڼله.
-
ایران تل د تروریزم له قربانیانو څخه دی
Mar 13, 2025 08:59پارس ټوډې - د ایران د اسلامي جمهوريت د دفاع وزير جنرال «عزیز نصیرزاده» د بلاروس د امنیت شورا له منشي «الکساندر ولکوویچ» سره په یوه لیدنه کې ټینګار وکړ چې د ایران اسلامي جمهوریت تل د تروریزم له قربانیانو څخه دی او د لوېدیځ د ادعاوو په خلاف، ایران هغه هېواد دی چې په سوریه او عراق کې یې د داعش په ماتې کې مهم رول لوبولی دی.
-
افغان طالبان وائي ، پاکستانی لوری دې پر واقعیّتونو سترګې نه پټوي
Mar 13, 2025 02:46د افغانستان د طالبانو له حکومت سره اړونده رسانئ د پاکستان په بلوچستان صوبې کې د اورګاډی په برمته کیدا کې د افغانستان درول په باب دپاکستان دپوځي چارواکو د ادعا په غبرګون کې لیکلي دي،د نورو ګرَم بلل ، د پاکستان بحران نه حل کوي او پاکستان دې واقعیَتونه وویني .
-
پاکستان په دې هېواد کې د داعش د پټنځایونو د شتون ادعاوې رد کړې
Mar 07, 2025 10:43د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند په دغه هېواد کې د داعش پټنځایونو د شتون په تړاو د افغان طالبانو د ویاند وروستۍ څرګندونې رد کړې.
-
د داعش ځالې په پاکستان کې دي
Mar 05, 2025 11:15د افغان طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د کابل هوایي ډګر د برید پلانوونکي نیول کېدل واضحه کړل، چې د داعش ځالې په پاکستان کې دي.
-
شمالي وزیرستان کې ځانمرګي برید لس پاکستاني پوځیانو ته مرګ ژوبله اړولې
Mar 02, 2025 11:48را پورونه وایي، د شمالي وزیرستان په عیدک کلي کې پرون ماښام د یوه ځانمرګي برید له امله دوه پاکستاني پوځیان وژل شوي او د دوه ملکي وګړو په ګډون، لس نور ټپيان شوي دي.
-
په افغانستان کې پاتې شوي امریکايي تجهیزات جنګي غنیمت دي
Mar 02, 2025 11:26د طالبانو ویاند ذبیح ا... مجاهد ویلي، په افغانستان کې له طالبانو پاتې شوي وسلې او تجهیزات جنګي غنیمت دي.
-
ایران په پاکستان کې پرونی ترهګریز برید وغانده
Mar 01, 2025 04:23پارس ټوډې - د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند "اسماعیل بقایي" د جمعې د لمانځه پر مهال د پاکستان په پېښور ښار کې د حقانیه مدرسې په جومات کې هغه تروریستي عمل وغانده چې د یو شمېر لمونځ کوونکو د وژل کېدو او ټپي کېدو لامل شو.