-
د قاسم سلیماني او د ابومهدي مهندي بدل به واخیستل شي
Feb 09, 2021 00:59تسنیم خبري اژانس وايي د ایران د اسلامي جمهوریت د قضايي قوې مشر ایت الله سید ابراهیم رئیسي د عراق د بغداد هوايي ډګر ته د رسیدا په وخت په دې خبرې باندې ټینګار سره چې د امریکا لخوا د مقاومت د قومندانانو د ټرور جنایت ته به ځواب ورکړل شي وویل شهید قاسم سلیماني او شهید ابو مهدي المهندس له ترهګرۍ سره د مبارزې اتلان وو .
-
د جنرل قاسم سلېماني په قتل کښې د امريکې په غېرقانوني اقدام د ملګرو ملتو د رپورټرې نيوکه
Jan 04, 2021 11:27د تېر ۲۰۲۰ کال د جنورۍ په دريمه نېټه د امريکې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په حکم سره د امريکائي ډرون الوتکو په حملې په يو جنايتکارانه او غېرقانوني اقدام کښې د بغداد د هوائي ډګر ترڅنګه د اسلامي انقلاب د پاسدارانو د لښکر د قدس ځواک قوماندان جنرل قاسم سلېماني او د عراق د الحشد الشعبي مرستيال مشر ابومهدي المهندس او ورسره ملګري ووژل شول. دغه اقدام په نړيواله سطح له ګڼ شمېر نيوکو او انتقادونو سره مخامخ شوے دے.
-
د سردار قاسم سلیمانی له شهادت یواځې داعش ګټمن شوی
Jan 04, 2021 03:03د ایران د اسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر وویل: د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د قدس د ځواکونو قومندان سردار قاسم سلیمانی له شهادت نه یواځنی ګټمن لوري د داعش ترهګره ډله ده.
-
علي عسکري: سردار سلیماني د ایمان، تقوا او توکل بیلګه و
Jan 03, 2021 10:36د ایران اسلامي جمهوریت رادیو او تلویزیون ادارې مشر وویل: سردار شیهد قاسم سلیماني د ایمان، تقوا او توکل یو بیلګه و چې یو عمر یې د رهبرۍ او امام خمیني په مکتب کې هڅې کړې دي.
-
د قاسم سلیماني د شهادت په هکله د مولانا اقبال بهشتي او د عابد حسین شاکري نظرونه واورئ
Jan 03, 2021 11:47د پاکستان د وحدت مجلس مسلمین غړی حجت الاسلام والمسلمین اقبال بهشتي او د پیښور وتلی خطیب حجت الاسلام والمسلمین عابدحسین شاکري د شهید قاسم سلیماني په هکله خپل نظرونه داسې څرګندوي .
-
د ايران په خلاف پرېکړليک ته د عراق ممتنع رائې، غېردوستانه يا تر دباو لاندې
Jan 03, 2021 11:43د ملګرو ملتو په عمومي اسمبلۍ کښې د ايرن په خلاف د امريکې پرېکړليک ته د عراق د حکومت ممتنع رائې زيات غبرګونونه لرلي دي.
-
له ډاکټر علي واحدي سره د قاسم سلیماني په هکله مرکه اوریدلی شئ
Jan 02, 2021 12:03د شهید قاسم سلیماني د ټرور په هکله د سیاسي چارو د کارپيژاند ډاکټر علي واحدي مرکه اوریدلی شئ
-
د قاسم سلیماني په مکتب کښې د جګړې هرکلی نه کیده
Jan 02, 2021 09:03ایرنا خبري اژانس وايي د ایران د قضايي قوې د بشري حقوقو د کمیټۍ مشر علي باقري کني وویل د قاسم سلیماني په مکتب کښې د جنګ هرکلی نه کیده خو تیریګر تر جهنم پورې بدرقه کیدل .
-
د افغانستان ماشومانو د قاسم سلیماني انځورونه جوړل کړل
Jan 02, 2021 08:48اوا خبري اژانس وايي د افغانستان جنګ ځپلیو ماشومانو د اسلام د ویاړمن سردار او د قدس د ماشومانو د ملاتړي شهید قاسم سلیماني د انځورولو په جوړولو سره له نیواکګرانو سره په مبارزې کښې د هغه لاره ژوندۍ وساتله .
-
قاسم سلیماني د فلسطین د خلکو ملاتړی و
Jan 02, 2021 07:16د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ حماس نامتو غړي اسامه حمدان د لبنان له المیادین ټیلي ويژن سره په مرکه کښې ډګر جنرال شهید قاسم سلیماني د غزې د خلکو او د مقاومت ډلو ملاتړی وباله .