-
د یمن په اوربند کښې پرمختګ نه دی شوی
May 02, 2022 05:47فارس خبري اژانس وايي د یمن د لوړې سیاسي شورا مشر مهدي المشاط ټینګار وکړ تیریګر هیوادونه د هر هغه اقدام په مقابل کښې چې د اوربند د بریالیتوب سبب کیږي خنډونه جوړوي او د اوربند په هیڅ مادې کښې پرمختګ نه دی شوی .
-
عربستان کښې بهرني کارګران له ناوړه شرایطو سره مخ دي
May 02, 2022 05:26تسنیم خبري اژانس وايي د مهاجرانو د حقوقو موسسې د سعودي عربستان په زندانونو کښې د خارجي کارګرانو په خواشینونکي حالت اندیښنه څرګنده کړه .
-
د سعودي عربستان ائتلاف خپلو خلاف ورزیو ته دوام ورکړی
May 01, 2022 11:40زمونږ خبریال وايي د سعودي عربستان تیریګر ائتلاف په تیرو څلرویشتو (۲۴) ساعتونو کښې په یمن کښې یوسل څلرویشت(۲۴) ځله د اوربند خلاف ورزیانې وکړې .
-
په يمن کښې د دوه مياشتنۍ ډزبندۍ د ناکامۍ نښې نښانې
Apr 28, 2022 15:23د يمن په جنګ کښې د ډزبندۍ له شروع کېدو څخه اويشت ورځې تېريږي، خو د يمن د خلقو رنځونه او مصيبتونه نه دي کم شوي.
-
د ايران او سعودي د خبرو اترو د پينځم پړاو ويره او هيلې
Apr 25, 2022 15:57په بغداد د ايران او سعودي ترمېنځ د خبرو اترو د پيځم پړاو په جوړېدو سره د خبرو اترو د شپږم پړاو لپاره زمينه هم برابره شوې ده. د دې باوجود چې دغه خبرې اترې د عراق په مېنځګړيتوب سره شروع شوې دي خو د خبرو اترو په پينځم پړاو کښې عمان هم يو مثبت کردار ادا کړے دے.
-
اسلامي ایران او عربستان خبرې ترسره کړي دي
Apr 23, 2022 13:24نور نیوز راپور ورکړی د ایران د اسلامي جمهوریت او د سعودي عربستان د لوړرتبه استازیو ترمینځ د خبرو اترو پینځم (۵) پړاو د عراق په پلازمینې بغداد کښې وشو او د دواړو هیوادونو ترمینځ د اړیکو د له سره پیلیدا په هکله روښانه لرلید پکښې انځور شوی دی .
-
د ايران او عراق د تعلقاتو پراختيا لپاره هيڅ ډول محدوديت نشته
Apr 18, 2022 17:17د ايران خارجه وزير سعيد خطيب زاده نن په خپله هفته وار اخباري ناسته کښې د ايران پرېس د خبريال د يوې پوښتنې په ځواب کښې دې ته په اشارې سره چې د ايران او عراق ترمېنځ څو دوه اړخيزه او نړيوال موضوعات روان دي، واضحه کړه، د شلمچې رېلوې لائن پلان، د بهرنيو ښاريزو د تګ راتګ او د ويزې د جاري کولو د اسانتيا لپاره خبرې اترې او په بغداد کښې د ايران او سعودي خبرې اترې د ايران او عراق ډېر مهم دوه اړخيز موضوعات دي.
-
د يمن د جنګ د ختمولو په ضرورت د اسلامي انقلاب د معظم رهبر تاکيد
Apr 13, 2022 15:12د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت آيت الله العظمی سيد علي خامنه اي پرون مازيګر د اسلامي نظام د چارواکو او کارکؤنکو په کتنه کښې په کورنيو او بهرنيو ډګرونو کښې مختلف مسائل بيان او وڅېړل.
-
د پاکستان ستره محکمه او د پارلېمان د فعاليت د دوام فېصله
Apr 08, 2022 14:14د پاکستان سترې محکمې د دغه هېواد د ولسمشر ډاکټر عارف علوي لخوا د پارلېمان د ړنګولو د حکم د باطلېدو فېصله ورکړه. له دې وروسته چې د پاکستان د پارلېمان نائب مشر قاسم خان سوري د عمران خان په خالف د مخالفينو د عدم اعتماد تحريک په دې وجه چې پکښې يې بهرني مداخلتونه بلل دغه تحريک د پارلېمان له کاره خارج کړ او ولسمشر د وزيراعظم عمران خان په غوښتنه پارلېمان ړنګ کړ.
-
په يمن کښې د ډزبندۍ له ټينګښت څخه د ايران هرکلے
Apr 04, 2022 15:23د ايران د خارجه وزارت وياند وويل: د ايران اسلامي جمهوريت په يمن کښې له ډزبندۍ څخه هرکلےکوي او له مياشتو مياشتو ارهسې دغې ډزبندۍ ته په طمه ؤ.