-
روسیې له امریکا سره د پوځی شخړې خبرداری ورکړ
Apr 11, 2018 02:17زمونږخبریال وایی د روسیې حکومتی چارواکو او شناندو خبرداری ورکړ که چیرې دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ دسوریې په دوما کښې دادعا وړ کیمیاوی حملې ته په ځواب کښې په سوریې دپوځی حملې حکم ورکړی نو له امریکا سره د روسیې د پوځی شخړې خطر شته .
-
د اروپا الوتکې باید د مدیترانې سمندر دپاسه الوتونه ونکړی
Apr 11, 2018 01:30فارس خبری اژانس وایی داروپا هوایی چلند ادارې خپلو الوتکو ته خبرداری ورکړی په راتلونکو دوه اویا(۷۲) ساعتونو کښې په سوریې دتوغندوی حملې د احتمال په دلیل د مدیترانې سمندرګی دپاسه له الوت ډډه وکړی .
-
بریتانیا ، فرانسه او امریکا د سوریې پرضد شوی دی
Apr 11, 2018 01:18رویټرز خبری اژانس وایی د بریتانیا ، فرانسې او دامریکا مشرانو چې هر یو(۱) هیواد یې یو ډول په سوریې کښې نیغ په نیغه او غیر مستقیم ډول دترهګرو ملاتړ کوی ادعا وکړه په سوریې کښې کیمیاوی حملې ته باید غبرګون وښودل شی .
-
روسیې دسوریې په اړه د امریکا پریکړه لیک ویټو کړ
Apr 11, 2018 00:50فارس خبری اژانس وایی روسیې پرون د ملګروملتونو په امنیت شورا کښې د امریکا او دهغې د ملاتړو هیوادونو د وړاندیزې پریکړه لیک مسوده چې دسوریې په دوما سیمې د ادعا وړ کیمیاوی حملې په باره کښې د تحقیق غوښتنه یې کوله رد کړه .
-
په سوریې دامریکا برید به سختې پایلې ولری
Apr 10, 2018 23:47ایرنا خبری اژانس وایی دمینځنی ختیځ په چارو کښې د روسیې د ولسمشر استازی او د بهرنیو چارو دوزیر مرستیال میخائیل بوګدانف پرون په سوریې د امریکا احتمالی حمله د نا منلو وړ وبلله او ویې وویل دغه اقدام به ډیر خطرناک وی .
-
امریکا نړیوالو قوانینو ته هیڅ پابندی نه کوی
Apr 10, 2018 15:53وروستی راپورونه ښئ چې د سورئې خارجه وزارت په همداوروستیو کې په رسمی توګه د کیمیائی وسلو دبندیز موسسې ته بلنه ورکړې ،څو د دمشق دختیځی غوطې سیمې په دوما ښار کې دې د کیمیائی وسلو دکارولو دادعاګانو په باب دڅیړنو لپاره دغه هیواد ته حقیقت موندونکی ډله ورولیږی څو بې پلوه څیړنې وکړی .
-
امریکا د سوریې پرضد د اقدام ګواښ وکړ
Apr 10, 2018 02:11زمونږخبریال وایی د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلی دی چې دغه هیواد په راتلونکو ساعتونو کښې د سوریې په اړه فیصله کوی .
-
د سوریې له دوما سیمې ګڼ شمیر ترهګر ووتل
Apr 10, 2018 01:15ایرنا خبری اژانس وایی درویشت (۲۳)بسونه چې د جیش الاسلام دترهګرې ډلې غړی او دهغوې کورنۍ پکښې وې د سوریې په غوطه شرقی کښې له دوما(Douma) ښار څخه له الوافدین لارې په حلب ولایت کښې جرابلس سیمې ته ولاړل .
-
د اسلامی ویښتیا د ټولنې مشر سوریې ته تللی
Apr 10, 2018 00:56ایرنا خبری اژانس وایی د اسلامی ویښتیا د نړیوالې ټولنې مشر او دایران د اسلامی انقلاب دستر لارښود د نړیوالو چارو سلاکار علی اکبر ولایتی « قدس زمونږ کړچار او زمونږ د مقصد» په نړیوال کانفرنس کښې دګډون لپاره د سوریې پلازمینې دمشق ته ورسید .
-
سوریي داسرائیلو دحملې په اړه خبرداری ورکړ
Apr 10, 2018 00:47مهر خبری اژانس وایی د سوریې دباندنیو چارو وزارت په حمص (Homs)ولایت کښې په ټیفور پوځی اډې د صهیونیسټ رژیم دجنګی الوتکو برید ته په غبرګون کښې ددغه حملې د خطرناکو پایلو په اړه خبرداری ورکړ .