-
د لبنان اسلامي مقاومت غورځنګ د اسرائیلو په جنګ وزارت بریدونه وکړل
Nov 14, 2024 02:28ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د لبنان اسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله په تل اویو کښې د صهیونیسټ رژیم د جنګ وزارت په مرکز باندې د بې پایلوټه الوتکې د حملو خبر ورکړ.
-
حماس غورځنګ په نړیواله سویه د مظاهرو د ترسره کولو غوښتنه وکړه
Nov 14, 2024 02:12سحاب خبري سایټ راپور راکړی د فلسطین حماس غورځنګ په یوې بلنې سره په غزې تړانګې باندې د صهیونیسټ رژیم د تیریو د دوام په غندلو او د فلسطین له مقاوم ملت څخه د ملاتړ لپاره په نړیواله سویه د ولسي فعالیتونو د زیاتولو غوښتنه وکړه.
-
د اسرائیلو رژیم ذات په جنایتونو او نژاد پرستۍ ولاړ دی
Nov 14, 2024 01:33ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د باندنیو چارو د وزارت ویاند« اسماعیل بقایي» د صهیونیست رژيم ذات د تیریګرۍ او د نژاد پرستۍ پراساس وباله.
-
د اسرائیلو لخوا د پیجرونو چاودول جنګي جنایت ګڼل کیږي
Nov 14, 2024 01:19ایرنا خبري اژانس راپور راکړی په لبنان کښې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر «مجتبی اماني» دې ته په اشارې سره چې د صهیونیسټ رژيم لومړي نتانیاهو د پیجرونو د ترهګرو حملو مسوولیت ومانه وویل: د پیجرونو پیښه جنګي جنایت ګڼل کیږي.
-
اسراییلو ولې د لبنان په عیسا یی او دروزي کوڅو برید وکړ؟ د امریکا د سفیرې رول څه دی؟
Nov 13, 2024 08:33پارس ټو ډی – د شنونکو په وینا، صهیونیسټي رژیم د لبنان د عیسوي او دروزي ټولنې د شیعه مهاجرینو پر ضد د اختلاف د رامینځته کولو په موخه، د «زغرتا» او «عین الدلب» سیمې ته نږدې دوه سیمې په نښه کړي دي.
-
دیمن پوځ د امریکا ابراهم جنګی بیړه هم په توغندیو ټارګټ کړه
Nov 13, 2024 01:43د یمن د پوځ ویندوي د امریکا ئي پوځ په ضد په سرۀ او عرب سمندرونو کې ددوو ځانګړو پوځي عملیاتو خبر ورکړ.
-
د مقاومتی مبارزانو په حملو کې اوه اسرائیلی پوځيان هلاک شوي
Nov 13, 2024 01:29سحاب – د فلسطین مقاومتي مبارزانو په یولړ حملو کې د جنایتکار اوتیریګر صهیونیستي رژيم اوه پوځیان هلاک کړي دي.
-
ایران او عربستان خپلې سیاسی،پوځي،کلتوري او اقتصادي ملګرتیاوې زیاتوي
Nov 13, 2024 01:01سحاب – د عربستان د لویدیځي سیمې پوځي قوماندان په جده کې د ایران له سرکنسول سره په کتنې کې دایران او عربستان د سیاسی، پوځي ،اقتصادي، کلتوري اړیکو لازیاته لوړتیا ددواړو هیوادونو د حکومتونو او ولس او د اسلامی نړۍ په ګټه وبلله.
-
عربستان په لومړي ځل د فلسطین په ملاتړ غږ پورته کړی
Nov 12, 2024 12:37د عربستان ولیعهد محمد بن سلمان، په غزه کې د روانې نسل وژنې غندنه کړې ده. محمد بن سلمان له صهیونیسټي رژیم څخه غوښتي چې پر غزې روان تېری ودروي.
-
جهاد اسلامي فلسطین: د اسموټریچ څرګندونې له اسرائیلو سره د سازباز ملاتړو ته څپیړه وه
Nov 12, 2024 11:54پارس ټوډې – د فلسطین جهاد اسلامي غورځنګ په یوې بیانیې کښې وویل، د لویدیځې غاړې د نیواک په هکله د صهیونیسټ رژيم د مالیې وزیر څرګندونې سازباز کونکو ته بله څپیړه وه.