د اسرائیلو لخوا د پیجرونو چاودول جنګي جنایت ګڼل کیږي
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی په لبنان کښې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر «مجتبی اماني» دې ته په اشارې سره چې د صهیونیسټ رژيم لومړي نتانیاهو د پیجرونو د ترهګرو حملو مسوولیت ومانه وویل: د پیجرونو پیښه جنګي جنایت ګڼل کیږي.
صهیونیسټ رژیم د روان میلادي کال د سپتمبر د میاشتې په اولسمه او اتلسمه نیټه په لبنان کښې په ترهګرو عملیاتو کښې د زرګونو پیجر دستګاوانو ، وایرلیسونو او ارتباطاتي سیسټمونو په چاودولو سره د لبنان کابو اوه دیرش ښاریز شهیدان کړي او څه د پاسه څلور زره نور یې ژوبل کړي وو.
ډیرو هیوادونو د صهیونیسټ رژيم دغه جنایت په کلکه غندلی و.
په لبنان کښې د ایران سفیر مجتبی اماني په دې خبرې باندې ټینګار سره چې په هغو الو او دستګاوانو کښې چې غیر پوځي دي له چاودیدونکو او پوځي موادو استفاده کول ممنوع دي او جنګي جنایت ګڼل کیږي ډاګینه کړه دا داسی جنایت و چې صهیونیسټ رژيم ترسره کړ او دغه پیجرونه یوازې د اطلاعاتو د رسولو لپاره جوړ شوي وو.
هغه دغه شک ته په ځواب کښې چې دغه پیجرونه د لبنان د حزب الله غړیو استعمالول وویل د حزب الله غړیو هیڅکله له دغو پیجرونو په پوځي توګه استفاده نه ده کړي او دا ادعا دروغ ده او دغه پیجرونه په پراخه سویه د غیر پوځي کارونو لپاره استعمالیدل.
په دې سربیره د اسرائیلو نیواکګر رژیم تراوسه په هوايي حملو او بمباریو کښې د لبنان څه د پاسه درې زره او دوه سوه څلویښت بې ګناه ښاریز شهیدان او څوارلس زره او یوسل دیرش نور ژوبل کړي دي او دغه بریدونه اوس هم دوام لري.