-
اسرائیل د ایران، د عراق او د سیمې د نورو هیوادونو ګډ دښمن دی
Nov 17, 2024 00:52په عراق کښې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر «محمد کاظم ال صادق» په دې خبرې باندې ټينګار سره چې په غزې تړانګې او لبنان کښې د صهیونیسټ رژیم له جنایتونو د امریکا ملاتړونه په سیمه کښې د بې ثباتۍ او د ناامنۍ عامل دي وویل : صهیونیسټ رژيم د ایران ، د عراق او د سیمې د نورو هیوادونو ګډ دښمن دی.
-
په ۲۰۲۳ کال کې ۵۲۳ امریکايي پوځیانو ځان وژنه کړې ده
Nov 16, 2024 02:41د امریکا د دفاع وزارت د نوامبر په ۱۴مه په یوه راپور کې ویلي چې له ۲۰۲۱ کال راهېسې په امریکايي ځواکونو کې د ځان وژنې شمېر زیات شوی دی.
-
د لبنان د حکومت او مقاومت له پرېکړو ملاتړ کوو
Nov 16, 2024 02:37د اسلامي انقلاب د رهبر ستر سلاکار ویلي: هره پریکړه چې د لبنان حکومت او مقاومت یې وکړي، د هغه ملاتړ کوو.
-
پر لبنان د اسرائیلو د بریدونو زیان له ۸ میلیاردو ډالرو ډېر دی
Nov 16, 2024 01:53نړیوال بانک ویلي چې د اسرائیلو او حزب الله ترمنځ جګړو د لبنان زیربناوو ته اته نیم میلیارده ډالره زیان اړولی دی. دغه بانک د دې جګړې اقتصادي زیانونه پنځه میلیارد ډالره او فزیکي زیان یې ۳.۴میلیارد ډالره اټکل کړي دي.
-
د نتانیاهو د اوسېدنې پر سیمې د ډرون الوتکې برید
Nov 15, 2024 11:56د سحاب شبکې د خبر له مخې؛ اسرائیلي رسنیو اعلان کړی چې تېره شپه په حیفا او تل ابیب کې په قیصریه کې د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د اوسېدو له سیمې څخه د چاودنې غوږ اورېدل شوی دی.
-
له استکبار سره مبارزه، د حق او باطل ترمنځ دایمي جګړه
Nov 15, 2024 08:59استکباري نړۍ د تاریخ په اوږدو کې، خپل لاسونه د میلیونونو بې ګناه انسانانو په وینو رنګ کړي دي. امریکايي پانګوال پر صهیونیسټانو وسلې خرڅوي، څو د غزې او لبنان د مظلومو خلکو د وژلو لپاره یې وکاروي. سره له دې چې د دغو وحشیانه اعمالو پر وړاندې د اعتراضونو چیغې په ټولې نړۍ کې اورېدل کېږي، په غزه او لبنان کې د وحشي صهیونیسټانو بې سارې نسل وژنه اوس هم دوام لري او دوی تر بل هر وخت زیات مغروره کېږي.
-
نتنیاهو پخپلې ورووستۍ وینا کې د ایران په باب کومه نقشه ایشواکړه؟
Nov 14, 2024 09:34پارس ټوډې – د صهیونیسټي رژيم لومړي وزیر چې په تیر یوه کال کې ئې په غزې او لبنان باندې په یرغلونو سره ،په لسګونو زره بې ګناه انسانان قتل عام کړي دي، په یوه پیغام کې ئې په تلویحي توګه له ایرانۍ ټولنې غوښته کړې ده چې له اسرائيلو سره دې له مبارې لاس واخلي.
-
د اسرائیلو رژیم ذات په جنایتونو او نژاد پرستۍ ولاړ دی
Nov 14, 2024 01:33ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د باندنیو چارو د وزارت ویاند« اسماعیل بقایي» د صهیونیست رژيم ذات د تیریګرۍ او د نژاد پرستۍ پراساس وباله.
-
عربستان په لومړي ځل د فلسطین په ملاتړ غږ پورته کړی
Nov 12, 2024 12:37د عربستان ولیعهد محمد بن سلمان، په غزه کې د روانې نسل وژنې غندنه کړې ده. محمد بن سلمان له صهیونیسټي رژیم څخه غوښتي چې پر غزې روان تېری ودروي.
-
پر صهیونیسټي رزیم دې تسلیحاتي بندیزونه ولګول شي
Nov 12, 2024 10:51د مالیزیا لومړي وزیر انور ابراهیم ویلي چې د فلسطیني وګړو پروړاندې د روانې نسلوژنې پایته رسولو لپاره دې، پر صهیونیسټي رژیم تسلیحاتي بندیزونه ولګول شي.