-
د لبنان حزب الله د امام خامنه ای او ایران د ملاتړونوقدرونه اوستاینه وکړه
Nov 28, 2024 10:13پارس ټو ډې -د لبنان حزب الله ولسی غورځنګ دیوې اعلامیې په خپرولو سره د لبنان د مقاومتي لوري، خلکو او حکومت څخه د حضرت امام خامنه اي د ملاتړونو او د ایران د اسلامی جمهوریت د ډيپلوماټيکو خوځښتونو قدرونه وکړه.
-
صهیونیسټي پوځیانو د لبنان په سویل کښې په خبریالانو ډزې وکړې
Nov 28, 2024 03:54د صهیونیسټي رژیم پوځ د اوربند د ټینګیدو په اوله ورځ د لبنان په سویل کښې په خبریالانو ډزې وکړې او یوشمیر په کښې زخمي شول.
-
د لبنان په جبهه کښې د صهیونیسټي رژیم پراخ تلفات او زیانونه
Nov 28, 2024 03:50د لبنان په جنوب کښې د اوربند له اعلان وروسته اسرائیلي رسنیو په ده جنګ کښې د نیواکګر صهیونیسټي رژيم د تاوان د اندازې خبر ورکړ.
-
ترکیه: اسرائیل دې لبنان ته اړولی تاوان جبیره کړي
Nov 28, 2024 02:30د ترکیې خارجه وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره په لبنان کښې د اوربند د اعلانیدو هرکلی وکړ او ټینګار یې وکړ چې صهیونیسټي رژیم باید لبنان ته رسولی تاوان جبیره کړي.
-
قالیباف: ایران په لبنان کښې د اوربند هرکلی کوي.
Nov 28, 2024 02:00د ایران د اسلامي شورا مشر په لبنان کښې د اوربند په هرکلي سره وویل: د خدای تعالی شکر کوو چې د حزب الله جنګیالیو په ویاړ او میړانې سره مقاومت وکړ او پرې یې نښودل چې د لبنان یوه لویشت خاوره هم د صهیونیسټي دښمن لاس ته ولویږي.
-
د اسرائیلو خلاف د وعده صادق ۳ عملیاتو لپاره د ایران نوې سټراټیجي او اوزارونه به څه وي؟
Nov 27, 2024 11:36پارس ټوډی- د وعده صادق لومړیو عملیاتو د ایران د اسلامي جمهوریت لپاره د یوې سترې پوځي ارزونې حکم درلود. په دغو عملیاتو کښې ایران په یو وخت د ډرونزاو د کروز او بالیسټک توغندیو په کارولو سره هڅه وکړه د امریکې او اروپا د دافع هوا سیسټمونو په شمول د اسرائیلو پرمختللي دفاعي سیسټمونه په حقیقي میدان کښې وآزمايي او په نتیجه کښې، په دویمو عملیاتو کښې او په تیرې ارزونې سره کابو ۹۰ فیصده ایراني توغندي په هدف ولګي. خو داسې ښکاري چې دریم عملیات به بل شان وي.
-
پاکستان یو ځل بیا دافغانستان له حدودو د ترهه ګرو داستفادې د دریدا غوښته وکړه
Nov 27, 2024 02:47د پاکستان د پوځ دعمومی اړیکو ادارې آئي ایس پي آر یوه اعلامیه خپره کړې او وئیلي ئې دي ، ددغه هیواد امنیتی ځواک پرون دافغانستان له حدودو د پاکستان خاورې ته د نفوذ لپاره د ترهه ګرو دیوې ډلې هڅه شنډه کړې ده. په دغې اعلامیې کې راغلي دي، د پاکستان شمالي وزیرستان په سرحدي سیمې کې د پاکستان په خاورې د سپيرو ګانونو د کیښودو لپاره د ترهه ګرو هڅه ناکامه شوې او د پاکستانیو پوځیانو په عملیاتو کې درې ترهه ګر هلاک شوي دي.
-
د ایران څو زره پرمختللی سنټرفیوژونه مدار ته واریدیږی
Nov 27, 2024 01:51د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر عباس عراقچي د اسپانیا له خارجه وزیر خوزه مانوئل البارس بوئنو سره د پرتګال په کایشکش ښار کې د ملګروملتو د تمدنونو د ائیتلاف دټولنې د غونډې په څنډې کې کتنه کړې او د دوو اړخیزو اړیکو او د سیمه ایزو او نړیوالو بدلونونو پشمول ئې د دواړو لورو د دلچسپۍ وړ موضوعګانو په باب خبرې اترې کړي دي.
-
اسلامی ایران د هیوادونو ترمینځ دګډسوله ایز ژوند د لوړتیا لپاره د خبرواترو ملاتړی دی
Nov 27, 2024 01:36عباس عراقچی پرون په پرتګال کې د ملګروملتو د تمدنونو د ائيتلاف د ټولنې په لسمې ناستې کې پخپلې وینا کې د سیمه ایزو بدلونونو او سولې د موضوع په باب د ایران ددریځونو په بیانولو سره د فلسطین د مظلومو خلکو د نسل وژنې اوقتل عام له امله انساني بوږنونکي غمیزې ته اشاره وکړه او د صهیونیستي وحشي رژيم ددوامدارو جنایتونو په تیرو ۱۴ میاشتو کې ئې د نړیوالو اورګانونو په بې عملۍ سختې نیوکې وکړې.
-
وحشي صهیونیسټان به سخت او له تصوّره ورآخواغاښ ماتونکی ځواب ووینی
Nov 26, 2024 13:02د ایران د اسلامی جمهوریت د پوځ لوي درستیز په ایران د صهیونیسټي رژيم وروستیو تیریو ته په اشارې سره ووئیل،د ایران د اسلامی جمهوریت دفاعي نظریه ددښمنانو د ګواښونو ترټولو ولوړې سوئې ته په مناسب وخت کې او مخنیونکي او کوټلی ځواب په اساس پلان شوې ده.