وحشي صهیونیسټان به سخت او له تصوّره ورآخواغاښ ماتونکی ځواب ووینی
د ایران د اسلامی جمهوریت د پوځ لوي درستیز په ایران د صهیونیسټي رژيم وروستیو تیریو ته په اشارې سره ووئیل،د ایران د اسلامی جمهوریت دفاعي نظریه ددښمنانو د ګواښونو ترټولو ولوړې سوئې ته په مناسب وخت کې او مخنیونکي او کوټلی ځواب په اساس پلان شوې ده.
زمونږخبریال راپور راکړ، د ایران دپوځ لوی درستیز سردار محمد باقری د وسلوال پوځ د لوړپوړو قوماندانانو په ټول کې ددې خبرې په کولو سره چې صهیونیسټان په ایران پخپلو وروستیو تیریو سره،د اسلامی ایران له سرو کرښو تیر شوي دي،زیاته کړه، صهیونیسټان دې پوهه شي، د ایران د اسلامی جمهوریت وسلوال ځواکونه د نړیوالو قوانینو په اساس او ددینی تعلیماتو او اخلاقو باندې ټینګ ولاړ دی او خپلې مځکنۍ بشپړتیا او ملی حاکمیّت په سر له هیچا سره معامله نه کوي او تیریګر به په مناسبت وخت کې له پښمانه کونکي او په دقت،پوهې سره او بې له ځنډه او بیړې پرته غاښ ماتونکی ځواب وویني.
سردار باقری همداراز د وعده صادق یو ا و دوه نومې عملیاتو ته په اشارط سره روښانه کړه،هماغه ډول چې د تاکتیک او اجرا له پلوه دغه دواړه عملیات او حتی په دغو عملیاتو کې کارول شوي ډول ډول وسلې له یوې بلې سره مختلفې وې ، اسرائیلي جنایتکار رژیم تیرویو ته ځواب هم ددغه رژيم د مشرانو له تصوراتو ورآخوا پلان شوی دی.
د ایران د پوځ لوي درستیز همداراز د غزې او لبنان د جنوب په دوو جبهو کې دصهیونیسټي رژیم نن سبا استیصال او وروسته پاتیکیدا ته هم اشاره وکړه او وې وئيل، د صهیونیسټي رژیم پوځ له هغو ټولو جنایتونو سره سره چې په غزې تړانګې او لبنان کې دعامو خلکو په ضد کوي، نه دی توانیدلی ، خپلې هیڅ یوې سپیرې او اعلان شوي موخې ته ورسیږي.
سردار باقری ټينګار وکړ، په لبنان کې له جنګه د دوی ترټولو مهمه موخه د نیواکي ټاټوبو دشمالي سیمو د امنیت د تثبیتیدا او دغو سیمو ته د اوسیدونکو د بیرته دستنولو خوب ؤ، چې دغه چاره نه یوازې محققه نه شوه ،بلکې په تل ابیب او حیفا په څير په سترو ښارونو کې له پراخو ناکراریو اوبې ثباتیو سره مخامخ شوي دي.