-
ایران د عراق پرمختیاوې په دقت سره څاری
Oct 27, 2019 08:05ایرنا خبری اژانس وایی د ایران د باندنیو چارو د وزارت ویاند «سید عباس موسوی» د عراق په وروستیو پیښو باندې د خواشینۍ په څرګندولو سره چې د لسګونو کسانو د وژل کیدا او د ژوبلیدا او د عمومی ځایونو د ورانیدا سبب شوې وویل ایران د عراق بدلونونه په دقت او حساسیست سره تعقیبوی .
-
د بادغیس ولایت د امنیې قومندان ووژل شو
Oct 25, 2019 11:39د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې د بادغیس ولایت شریف الله چمتو د کابل د پنځمې حوزې په مربوطاتو کښې د غزني هډې په سیمه کې د ناپيژاندو وسله والو په حمله کښې وژل شو.
-
په هلمند کښې د امریکا پینځه پوځیان ژوبل شوی
Oct 25, 2019 00:46زمونږ خبریال وایی د افغانستان په جنوب کښې د امریکا د ترهګرو پوځیانو په اډې باندې د طالبانو ډلې په راکټی برید کښې پینځه(۵) عسکر ژوبل شول .
-
سعودی عربستان په یمن بریدونه زیات کړی دی
Oct 24, 2019 01:54فارس خبری اژانس وایی د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند یحیی سریع بیګا په شمالی سیمو د عربستان د تیریګر ائتلاف د جنګی الوتکو د پراخو حملو خبر ورکړ .
-
په ننګرهار کښې ګڼ شمیر داعش غړی وژل شوی
Oct 23, 2019 12:30زمونږ خبریال وایی د ننګرهار والی شاه محمود میاخیل نن د «اچین» ولسوالۍ دلیدو په وخت وویل په دغه ولسوالۍ کښې د حکومتی عسکرو په عملیاتو کښې د داعش ډلې دوه شپیته(۶۲) غړی وژل شوی او دوه دیرش (۳۲) نور ژوبل شول .
-
د پاکستان او د افغانستان عسکرو نښته وکړه
Oct 22, 2019 11:56تسنیم خبری اژانس وایی د قندهار د پولیسو د ویاند مرستیال «عبدالبصیر خاکسار» په دغه ولایت کښې د افغانستان په څو سرحدی پوستو د پاکستان د عسکرو د برید خبر ورکړ .
-
ميدان وردګ کښې د عامه وګړو د وژلې په غبرګون لاريون باندې ډزې اوشوې
Oct 18, 2019 02:39د افغانستان ميدان وردګ ولايت په نرخ ولسوالۍ کښې وړمه شپه د امريکې په مشرۍ د بهرنيو ځواکونو او افغان ځواکونو په ګډو شپنيو عملياتو او هوايي بريد کښې د شپږ تنو عامه وګړو د وژلې په غبرګون لاريون باندې امنيتي ځواکونو ډزې کړې او پنځه تنه ملکي وګړي يې ژوبل کړي دي.
-
بهرنیو عسکرو بیا دافغانستان ښاریز وژلی
Oct 17, 2019 02:54ایرنا خبری اژانس وایی د افغانستان د میدان وردک د ولایتی شورا غړی شریف الله پرون ځایی رسنیو ته وویل د « نرخ » ولسوالۍ په « صد مرده » سیمه کښې دامریکا د عسکرو په هوایی برید کښې اوه (۷) ملکی وګړی وژل شوی دی .
-
د ترکیې الوتکو نهه کسان وژلی دی
Oct 14, 2019 03:04زمونږ خبریال وایی کردی سرچینو دسوریې په شمال کښې د بهرنیو خبریالانو او د ملکی خلکو په کاروان د ترکیې د هوایی برید خبر ورکړ چې له کبله یې کابو نهه (۹) کسان وژل شوی دی .
-
په عراق کښې درې ورځی عمومی ویر اعلان شوی
Oct 10, 2019 03:58فارس خبری اژانس وایی د عراق حکومت په هیواد کښې د بلواو په بهیر کښې د لسګونو کسانو له وژل کیدا وروسته درې (۳) ورځې عمومی ویر اعلان کړ .