-
په سومالیا کې دالشباب ۷۴ترهه ګر هلاک شوي
Apr 05, 2021 09:42الشباب ترهه ګره ډله له ۲۰۰۷کال راهسې هڅه کوي ،څو دسومالیا مرکزي حکومت نسکور کړي ، چې په دغه پړاؤ کې ئې تر دې دمه د لسګونو زره عامو خلکو وینه هم بهولې ده .
-
د طالبانو په حملې کې ۳۰افغان عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتي
Apr 05, 2021 09:31دغه حملې اواخ وډب په داسې حال کې په زیاتیدا دی چې د قطر په دوحې کې د امریکا او طالبانو ډلې ترمینځ دسولې په موافقې او دغه راز دبین الافغاني خبرواترو پسې افغان ولس د سولې او روغې جوړې له دغه شان خبرواترو نهیلی شوی او بیا هم ټاکل شوې ده چې دترکیې په استانبول کې د بین الافغاني خبرواترو په دوام کې یوه بله غونډه هم جوړه شي .
-
خارجه وزیر اشرف غني ته خپله استعفی وړاندې کړې
Apr 05, 2021 08:48د افغانستان خارجه وزیر حنیف اتمر له اشرف غني سره په خپلې کتنې کې دخارجه وزارت په چارو کې د ولسمشرۍ د چارو د ادارې دمشر فضل محمود فضلي او د ملی امنیت د سلاکار حمد ا... محب د لاسوهنو په باب اعتراض کړی دی .
-
ّپه ویانا به د ځينو بندیزونود آسانولو په اړه بحث وکړو
Apr 05, 2021 08:12د ایران مرستیال خارجه وزیرعباس عراقچي په ډاګه وئيلي دي ، له امریکائي استازو سره نه په مستقیم او نه هم په غیر مستقیم ډول تر هغه وخته هیڅ خبرې نه کیږي ،تر څو چې دوي خپلو ژمنو ته پابنده شوي نه وي او د ایران په ضد ئې دنړیوالې ایټمي موافقې د مادو په اساسا درست بندیزونه لغوه کړي نه وي .
-
په کابل کې چاودنې بیا د یوشمیرکسانووینه وبهوله
Apr 05, 2021 07:10دغه چاودنې او ترهه ګرې حملې په داسې حال کې دي چې ټاکل شوې ده ، د افغانستان حکومت اوطالبانو ډله په دغه هیواد کې د نښتو اوشخړو د ختمولو په خاطر په روانې میاشتې کې د ترکیې په استانبول کې سره خبرې اترې وکړي .
-
له طالبانو سره په درو مرحلو کې خبرې کیدلی شي
Apr 05, 2021 07:01له دې مخکې امریکائي حکومت ، په افغانستان کې د طالبانو ډلې داستازو په شتون سره دټولشموله حکومت دجوړولو وړاندیز کړی ؤ چې د اشرف غني له مخالفت سره مخامخ شوی .
-
د تهران او کابل ځینی نننۍ ورځپاڼې
Apr 04, 2021 07:37د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې نننیو مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې یوو،په پيل کې د تهران او ورپسې هم دکابل چاپ ځيني ورځپاڼې به هم د رسره شریکې کړو،نو هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي .
-
په بغداد کې زوروره چاودنه وشوه
Apr 03, 2021 01:56په بغداد کې په تیرو دو میاشتو کې څو ترهه ګرې ځان وژونکی چاودنې شوی دي
-
ایران به له امریکا سره هیڅ خبرې ونکړی
Apr 03, 2021 00:21دغه لوړ رتبه سرچینې ټینګار وکړ هماغه ډول چی امریکا له خبرو پرته له برجام ووتله او په ایران یې بایکاټونه وتپل اوس هم له خبرو پرته باید درست بایکاټونه لغوه کړی .
-
ایران په نړۍ کې د واکسن د تولید اصلي چورلیز کیږي
Apr 02, 2021 01:58د کرونائي بحران په شرائطو کې ناروغانو ته په روغتونونو کې درملیز خدمات وړاندې کوو او د ماسک په زمینې کې چې یو واردونکی هیواد وو نن سبا په یوه تولیدونکي اوصادرونکي هیواد بدل شوي یوو.