-
د قدس ورځ د ټولو آزادو خلکو ورځ ده
Apr 14, 2023 10:59د عراق د ملي حکمت د بهیر مشر پر دې په ټینګار سره چې د قدس ورځ د ټولو ازادو خلکو ده ، له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د فلسطین د خلکو پرضد د صهیونیستي رژیم دبریدونو مخه ونیسي.
-
د قدس د نړیوالې ورځې په لاریون کې د رئیسي ګډون
Apr 14, 2023 10:34د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د قدس د نړیوالې ورځې په لاریون کې ګډون وکړ.
-
د افغان طالبانو حکومت ته د پاکستان خبرداری
Apr 14, 2023 10:18د پاکستان دفاع وزیر د طالبانو حکومت ته د ترهګرو له خوا د افغانستان له خاورې د اسلام آباد پرضد د کارونې په اړه خبرداری ورکړ.
-
د قدس نړیواله ورځ د صهیونیستي رژیم پروړاندې د مسلمانانو د یووالي ورځ ده
Apr 14, 2023 09:52د پاکستان د پارلمان مشر د قدس د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه پیغام کې دغه ورځ د صهیونیستي رژیم د نیواکګرۍ پروړاندې د فلسطین له ملت او په تېره بیا د مسلمانانو د یووالي ورځ وبلله.
-
د قدس نړیواله ورځ؛ د اسلامي نړۍ د بیدارۍ ورځ
Apr 14, 2023 08:00نن جمعه د ۲۰۲۳م کال د اپرېل ۱۴مه (د ۱۴۰۲م کال د وري ۲۵مه) د ۱۴۴۴م کال د رمضان د میاشتې له ۲۳مې او د قدس له نړیوالې ورځې سره برابره ده. د روژې د مبارکې میاشتې وروستۍ جمعه د ایران د اسلامي جمهوریت د ستر بنسټګر حضرت امام خمیني (ره) په نوښت د قدس نړیواله ورځ نومول شوې ده.
-
د فلسطین مسئله د نړۍ د ټولو پتمنو ګډه مسئله ده
Apr 14, 2023 04:02د اسلامي بیدارۍ د نړیوالې ټولنې عمومي منشي وویل: نن سبا د فلسطین مسئله یوه سیمه ایزه، عربي او حتی د اسلامي نړۍ مسئله نه ده پاتې بلکې د نړۍ د ټولو پتمنو خلکو ګډه مسئله ده
-
د فلسطین انتفاضه د صهیونیسټانو د شرمناک ژوند د ختمیدو زیری ورکوي
Apr 14, 2023 03:56د اسلامي انقلاب سپاه پاسداران په یوې خبرپاڼې کښې د قدس د نړیوالې ورځې په لاریون کښې زوږناک او حماسي شتون ته د ایران د ولس په بلنې سره، د فلسطین انتفاضه او د قدس توره له مخکښې نه ډیره تیره او د جعلي او لنډمهاله صهیونیسټي رژيم د شرمناکه ژوند د ختمیدو زیری ورکونکې وبلله
-
د قدس نړیواله ورځ په کراچۍ کښې د پاکستاني چارواکو په شتون سره ترسره شوه
Apr 14, 2023 03:52د قدس د نړیوالې ورځې پرتمینې دستورې په کراچۍ کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د کنسولګرۍ په همت، د پاکستان د سند د صوبايي حکومت د جګ پوړو چارواکو، د اسمبلیو د استازو، صوبايي وزیرانو او مذهبي مشرانو په شتون ترسره شوې
-
د پاکستان د پارلیمان مشر د ایران له دریځونو ملاتړ وکړ
Apr 14, 2023 03:46د پاکستان د ملي پارلیمان(قومي اسمبلۍ) مشر په سیمه ایزو ا نړیوالو مسائلو کښې له پاکستان څخه د ایران د اسلامي جمهوریت د ملاتړونو په قدرونې سره وویل: اسلام آباد هم د ایټمي موافقې او د بشري حقوقو په بحث کښې د تهران ملاتړی دی.
-
د افغانستان چارواکو د فلسطین له آرمانه ملاتړ وکړ
Apr 14, 2023 03:43د افغانستان چارواکو د قدس د نړیوالې ورځې په درشل کښې وویل: د صهیونیسټي رژيم په وړاندې د فلسطین له خلکو ملاتړ د افغانانو ایماني او وجداني دنده ده